د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د پاکستان د تیلو او غاز پخوانی رئیس د خیانت په تور نیول شوی


د پاکستان د تیلو او غاز پخوانی رئیس د ۸۵۰ میلونو ډالرو د خیانت په تور په عربي متحده اماراتو کې نیول شوی او د چارواکو په وینا، دا داسې یوه قضیه ده چې د پاکستان د صدراعظم راجا پرویز اشرف پر ضد به جینایي دوسیه هم راپورته کړي.

چارواکو د چهارشنبه په ورځ وویل، د پاکستان د تیلو او غاز پخوانی رئیس تقیر صادق په عربي متحده اماراتو کې د ۸۵۰ میلونو ډالرو رشوت یا اختلاس په تور ونیول شو او له دې ځای څخه یوه اوونۍ مخکې د پاکستان سترې محکمې حکم صادر کړی و، چې صدراعظم راجا پرویز اشرف هم په دغې دوسیې کې دخیل دی او د هغه پر ضد د دوسیې د ثبتیدو امر یي وکړ.

په صادق تور دی، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ مودې کې چې د پاکستان د تیلو او غاز د ادارې مشر و، د کمیشن او نورو غیر قانوني لارو څخه یي ۸۵۰ میلونه ډالر تر لاسه کړي، دا هغه موده وه، چې راجا اشرف د پاکستان د بریښنا او اوبو وزیر و.

فرانسپرس لیکي: د صادق مسله د پاکستان د قضا او ملکي حکومت ترمنځ یوه وروستۍ لانجه ده او د دوي تر منځ د اوږدې مودې راهیسي تاروتریخوالی موجود و.

د پاکستان د اداري فساد ضد او حساب ورکونې د ملي ادارې ویاند ظفر اقبال په ابو ظبي کې د تقیر صادق نیول تائید کړي دي.

دا ادره وایي، په نوموړي باندي ددي سختو لګول شویو تورونو په اړه تحقیقات کوي.

اقبال وایي، په عربي متحده اماراتو کې له قانونې مراحلو تیرولو وروسته ، صادق ممکن په څو راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ستون شي.

د پاکستان محکمې د جنورۍ په ۲۴ مه د صدراعظم راجا اشرف ، د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک او د واکمن پیپلز ګوند د څو نورو جګ پوړو کسانو پر ضد د دوسیو د ثبتولو حکم صادر کړی و او په ۲۰۰۹ کال کي د صادق د تقرر او وروسته په ۲۰۱۲ م کال کې د هغه د فرار په اړه ورڅخه وضاحت غواړي.

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ دغه راز د پاکستان د اداري فساد ضد او حساب ورکونې د ملې ادارې رئیس فصیح بخاری هم د پوښتنو لپاره غوښتې چې د پنجشنبې په ورځ باید محکمې ته حاضر شي.

د ستري محکمې رئیس افتخار چودري وایي، بخاري جمهور رئیس آصف علی زرداري ته لیک استولی او د استعفی ګواښ یي کړی دی.
XS
SM
MD
LG