د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د افغان فلمي ستوري "ظاهر ارماني" ارمانونه نیمګړي شول


د ننګرهار د سینمايي لوبغاړي ظاهر ارماني کورنۍ وايي، چې د تیرې دوشنبې په ماسختن شاوخوا اته بجې ارماني د ننګرهار په انګور باغ سیمه کې په خپل کور کې له خپلو ماشومانو سره ناست و، چې د هغه تیلیفون ته زنګ راغی.

په دې وخت کې ارماني له یوه نامعلوم شخص سره په ټیلیفون خبرې وکړې او کور کې هیڅ هم ونه ویل، له خپل دریمګړي ورور نه يي څادر واخیست او له کوره بهر ووت:

"په کور کې ناست و، چې زنګ ورته راغی، موږ ته يي څه ونه ویل هغه کشري ورور نه مې څادر واخیست او ووت."

سمسور وايي، کری شپه يي د خپل ورور د ټیلیفون په شمېره خواري کوله زنګ ورته خو ټیلیفون ته يي چا جواب نه ویلو.

د ننګرهار د سینما یو بل لوبغاړی او د وژل شوي ارماني نږدې دوست یعقوب ناصري هم ورته کیسه کوي.

نوموړی وايي، چې د زنګونو ورتګ نور د دوي له ټیلیفون نه چارج هم ختم کړو، خو ارماني ټیلیفون پورته نه کړ:

"موږ، چې خبر شو، ارماني صیب ته مو زنګونه وهل د هغه ټیلیفون ته زنګ تلو خو فکر کوم، چې د ډيرو زنګونو ورتګ د هغه د موبایل بټرې چارج ختم کړی و او دواړه ټیلیفونونه يي بیا ګول شول."

که څه هم له هماغې شیبې نه ټول خپل او خپلوان د ارماني په لټه کې دي، خو نه پوهیږي، چې څنګه ارماني پیدا کړي.

شپه تیریږي په سبا يي د ارماني ورور سمسور د دې ولایت امنيتي ارګانونونه په جریان کې ساتي، خو هغوي د ارماني د لادرکه کیدو څخه دوه ورځې وروسته د هغه کورنی خبروي، چې د ارماني مړی تر لاسه کړی.

ځکه خو د ارماني ورور سمسور له دولته ګیله من دی، دی وايي د ده د ورور په پیدا کیدو کې دولت ورسره پوره مرسته نه ده کړې:

"دولت باید په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي موږ هغه بله ورځ د ارماني صیب په اړه ورته ویلي وو، خو تر اوسه د دوي له خوا موږ سره هیڅ همکاري نه ده شوې."

د ارماني کورنۍ وايي، چې دوي له چا سره دښمني نه درلوده او نه هم د ارماني د وژنې په اړه چاته د شک ګوټه نیسي.

د ارماني مړی ورتیره شپه د بهسود ولسوالۍ په د یولسمې ویالې په ساحه کې موندل شوی.

د بهسود ولسوال نعمت الله وايي، چې د ارماني مړی په یوې بوجی کې مومندل شوی او داسې ښکاري، چې په چاقوانو وژل شوی وي.

بل خوا د سینمايي اداکار یعقوب ناصري د ارماني وژنه د افغانستان سینما لپاره ډیره لویه ضربه ګڼي.

دی وايي، ارماني هغه کس و، چې له ده سره په یوه ورځ د سینما ډګر ته راغی او په زیات شمېر افغاني او پاکستاني فلمونو کې د ډایریکتر او فلمي هیرو په توګه لوبیدلی دی.

نوموړی وايي، په دې وروستیو کې يي لیکوالی ته هم مخه کړې وه:

"ارماني په دې وروستیو کې لیکوالی ته هم مخه کړې وه، هغه نه یوازې چې یو فلمي اداکار و، ښه ډایریکټر هم و او د پاکستان ډيرو تکړه اداکارانو د ارماني د لارښوونې او هدایت لا نه دې کار کړی."

ناصري زیاته کړه، اوس يي د اتل په نامه په یوه افغاني فلم هم کار کاوه، چې د افغانستان د کریکټ په اړه دی، دی وايي دا فلم د وژل شوي ارماني له روله نیمګړی پاتې شو:

"اوس يي د اتل په نامه په یوه فلم کار کاوه، چې د افغانستان د کریکټ په اړه و دا فلم يي نیم جوړ کړی او نیم پاتی دی."

دیرش کلن ارماني اووه اولادونه درلودل، چې پوره اووه کاله وړاندې د سینما ډګر ته راغي.

ارماني په دغه موده کې په ګڼ شمېر پښتو فلمونو کې اداکاري کړې ده، چې مشهور فلمونه يي سره لمبه، امانت، وعده، زخم، طاقت او زهیرینې اوښکې، چې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه یو سریال دی کار کړی دی.

اوس که څه هم ارماني له دې ارماني نړۍ نه سترګې پټي کړي، خو د نوموړي هغه ادا کاري، چې په سینمايي ډګر کې کړې ده، د تل لپاره د خلکو په زړونو کې به ژوندی وي.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد
XS
SM
MD
LG