د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۰

په ایران کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په اړه فسبوک ښه رول درلود


په ایران کې له دوو پرلپسې زلزلو سمدستي وروسته، له زپلو خلکو سره د مرستې په تنظیم او د سیمې څخه د تازه خبرونو په خپراوي کې فیس بوک د یوې مهمې وسیلې په توګه رول درلود.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې چې د ایران د ولسمشرۍ په جنجالي انتخاباتو پسې کومې مظاهرې په دې هېواد کې راپورته شوې، فیس بوک د مظاهره چېانو ترمنځ د خبرونو او معلوماتو د شریکولو یوه غوره وسیله وګرځیده.

دې وسیلې دومره اغیز درلود، چې ایراني چارواکو پر فیس بوک بندیز ولګاوه او دا یې د ایران د اسلامي رژیم خلاف د نرمې جګړه وسله وبلله چې تر ډیره فیس بوک او ټویټر ته د خلکو لاس رسی محدود شو.

له دې وروسته په ایران کې د فیس بوک ګڼو کارونکیو داسې فیلتر کارونو ته مخه کړه، چې په وسیله یې دوي د حکومت هغه انټرنیټي بندیز چې پر فیس بوک یې لګولی و ماتوه او دې پاڼې ته یې لاس رسی مونده.

دا اونۍ د هغو کسانو لپاره چې د ایران په شمال لویدیځ کې زلزلې زپلي وو د بندیز ماتونې دا هڅې د ژوند ژغورونکې ثابتې شوې.

د اګست په یولسمه نیټه له دې زلزلې سمدستي وروسته چې درې سوه کسان یې ووژل او په زرګونو نور یې بې کوره کړل د فیس بوک کارونکې د ژغورنې لپاره لاس په کار شول.

ژورنالیستانو چې ډیر یې دننه په ایران کې دي ځانګړي د فیس بوک ګروپونه جوړ کړل څو د دې ناورین په اړه کره او باوري خبرونه او معلومات خپاره کړي.

ګڼو ژورنالیستانو له زلزلې وروسته ځانونه سیمې ته ورسول او له هغه ځایه یې راټول کړي معلومات له نورو سره د فیس بوک له لارې شریک کړل.

له دې ډلې څخه یوه هم ساسن اغايي وه. نوموړې له زلزلې یوه ورځ وروسته د خپل فیس بوک په پاڼه کې ولیکل:

"زه په وارزغان سیمه کې له دوه زلزله زپلو کلیو راستنه شوم. هر هغه څه چې موږ له تهرانه وړي وو خلکو ته مو وویشل، خو دا داسې وو لکه په سمندر کې څاڅکي.

موږ نن د سرې میاشتې کار وڅاره چې جسدونه یې انتقالول د ټپیانو او بې کوره خلکو وضیعت ښه نه دی. دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د څښاک د اوبو او خوړو د برابرولو ده."


د فیس بوک یوې بلې ډلې چې نوم یې دی ( ښځې له سړیو سره برابرې دي)، تر یو سلو څلوېښتو زرو زیاتې خوښونې په دې ورځ ترلاسه کړې. دې ګروپ د ایران په بیلابیلو ښارونو کې خلک د وینې ورکونې ته هڅول.

د دوي دې غوښتنې ته ځواب وویل شو. عیني شاهدان وايي چې د زلزلې په ماښام د وینې د بانکونو مخې ته خلک د وینې ورکونې لپاره په کتارونو کې ولاړ وو.

د ایران د ننه او بهر د فیس بوک ځینو نورو کارونکیو بیا د زلزله زپلو لپاره نورې مرستې راټولولې. په داسې حال کې چې په ایران کې د زلزله زپلو سیمو ستونزې لا هم پر ځای دي په فیس بوک کې هم ګڼ فعال ګروپونه له ایران څخه بهر میشتي ایرانیان هڅوي چې د مرستو راټولونې ته دوام ورکړي.

په ایټالیا کې میشت ایرانی فعال امیر رشیدي وايي:

"کله چې هیڅ ستونزه یا ځانګړی مناسبت نه وي، نو موږ ویلی شو چې د فیس بوک په څیر انلاین ټولنیزې شبکې د هغو خلکو لپاره دي چې د پام غلطونې او خواله کولو لپاره سره راټولېږي. خو په ځانګړو وختونو کې لکه اوس چې زلزله شوې ده ددې شبکو اهمیت او رول په ډاګه کېږي."
XS
SM
MD
LG