امريکايي او د منځني ختيځ کارپوهان وايي، ايران په فارس خليج کې د امريکا د جنګي بېړيو په وړاندې د مبارزې لپاره نوى توان ترلاسه کوي.
کارپوهان وايي، ايران د بېړيو ضد توغنديو، چټکو بېړيو او اوبتلونو شمېر زياتوي.
چارواکي وايي دغه نوي سيسټمونه چې اکثره له بهر څخه د ترلاسه شوې مرستې له لارې پراختيا مومي، ايراني قوماندانو ته ډاډ ورکوي چې ګواکې کولاى شي د امريکا يوې ناڅاپي حملې ته سم د لاسه ځواب ورکړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، که څه هم د امريکا د سمندري ځواکونو چارواکي باوري دي چې د ايران په وړاندې په جګړه کې به دوى مخکې وي، خو د ايران وروستيو پرمختګونو امريکايي چارواکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.
تحليل کوونکي وايي، پرمختللي لنډ واټن ويشتونکي توغندي چې د دې هېواد نوي جنګي تاکتيکونه هم په کې شامل دي او د ګزمې په سلګونو کښتۍ، کولاى شي د امريکا تر ټولو سترو او پرمختللو جنګي بېړيو ته هم ګواښ پېښ کړي.
په دې وروستيو کې چې د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او لوېديځ ترمنځ خبرې ناکامه شوې او د دواړو لويو ترمنځ کړکېچ زيات شوى، ايران په وار- وار خبردارى ورکړى چې په فارس خليج کې د تېلو د انتقال لار به وتړي.
ايراني چارواکو هم د دې هېواد پر اټومي تاسيساتو د احمتالي بريدونو په صورت کې د جدي ځواب ورکولو خبردارى ورکړى دى.
د ايران د بهرنيو چارو وزير تېره اوونۍ ويلي وو، په خليج کې د امريکا د جنګي بېړيو حضور، د سيمې امن ته واقعي ګواښ پېښ کړى دى.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون چارواکو د دغو خبرداريو په ځواب او په سيمه کې د امريکا د متحدانو او کانګرس په غوښتنه سيمې ته زياتې بېړۍ لېږلي دي.
د امريکا سمندري ځواک روانه مياشت اعلان کړه، د (يو، ايس، ايس، جان سټينس) په نامه هغه بېړۍ چې د الوتکو د انتقال توان هم لري، تر ټاکلې مودې يوه مياشت مخکې منځني ختيځ ته لېږي، په دې توګه به په منځني ختيځ کې دوې دغه ډول بېړۍ ځاى پر ځاى شي.
امريکا په عين حال کې په منځني ختيځ کې د تازه پوځي ازمېښتونو اعلان کړى، په دې کې د هغو ماينونو د شنډولو ماموريت هم شامل دى چې ايران په سيمه کې تر اوبو لاندې ښخ کړي. امريکا په قطر کې د رادار نوى دفاعي سيسټم هم لګولى دى.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله، که څه هم دا احتمال لږ دى، چې ايران دې د امريکا د سمندري ځواک د مقابلې توان ولري، خو د ايران مشران کولاى شي د خپل هېواد پر اټومي تاسيساتو د امريکا او اسرائيل د احتمالي بريد په صورت کې د امريکا پر بېړيو د محدودو بريدونو پرېکړه وکړي.
چارواکي وايي، د ايران له خوا د هرموز تنګي تړل، ښايي د داسې يوې جګړې سبب شي. له دې تنګي څخه د منځني ختيځ له طريقه اروپا او امريکا ته شل فيصده وړونکي تېل تېرېږي.