د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي وایي، د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د اوږدې مودې په ټپه دریدلې خبرې به د اپریل په ۱۳ مې نیټې بیرته پیل شي، خو د ځای په اړه یې توافق نه دی حاصل شوی.
صالحي دا خبره تهران ته د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان د دوه ورځني سفر پر مهال وکړه. اردوغان به د ایران د اټمي پروګرام او دوه اړخېزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي زیاته کړه، د ایران د اټمي پروګرام په اړه په تېر وخت کې په اسټانبول کې خبرې شوې وې، خو وورسته ړنګې شوې وې. ایران، داځل هم اسټانبول د خبرو لپاره غوره ځای بولي، خو تر اوسه په دې اړه کوم تواق نه دی شوی.
صالحې وایي، د خبرو ځاي به د ایران د اټمي پروګرام مشر سعید جلیلې اعلان کړې.
د ایران پرس تلویزیون په ایران کې د ترکیې د سفېر له خولې ویلي، ترکیه د تهران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته حاضره ده.
ټاکل شوې چې دا خبرې به د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پنځو دایمې غړیو امریکا، روسیې، چین، فرانسې او انګلستان او جرمني تر منځ پیل شي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاټرین آشټن چې د شپږو طاقتونو مشري کوي، د سې شنبې په ورځ یې وویل، د خبرو د ځای او وخت په اړه موافقه نه ده شوې.
په ویانا کې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د موسسې ډپلوماټانو هم ویلي، د خبرو او ځای په اړه معلومات نه لري.
د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو تر منځ د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره هیلې زیاتې شوې، چې د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ لانجه به حل شي. د دغې لانجې له وجې د تیلو بیې ډېرې جګې شوي دي.
اسراییلو د ایران په اټمي تاسیساتو باندې د حملې ګواښونه کړې، د امریکا متحده ایالاتو بندیزونو او ډپلوماسۍ ته زور ورکړی، خو پوځي عمل هم نه ردوي.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د تهران نړیوال هوایي ډګر ته د رسیدو پر مهال وویل، له ایران څخه د کتنې په جریان کې به تر هرڅه لومړی د ترکیې او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه له مربوطو چارواکو سره خبرې وکړې.
اردوغان دغه راز وویل، ایران او ترکیه په خپلو کي پراخ اړیکې لري او د خپل سفر په جریان کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا مهال د ایران او ترکیې تر منځ د سوداګرۍ اندازه په کال کې ۱۶ میلیارده ډالره ده او تر ۲۰۱۵ کاله پورې به دېرشو میلیاردو ډالرو ته پورته شي.
ترکیه له ایران څخه د خپل ضرورت په سلو کې دېرش تیل واردوې او د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د بندیزونو خیال یې نه دی ساتلی. ترکیه وایي، په ایران باندې یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په اړه ځان مکلف بولي.