په ایران کې پرون د رایې ورکونې وخت څو ځلې تمدید شو او بالاخره د شپې په یولسو بجو د رای ورکونې مرکزونه وتړل شول.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د رایو د شمېرلو بهیر پیل شوی دی.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي چې تمه ده، پلویان به یې په پرونیو انتخاباتو کې لاس بري وي ویلي، په انتخاباتو کې د زیاتو خلکو ګډون د ایران دښمنانو ته یو قوي پیغام استوي:
″زما توصیه همدا همیشنۍ توصیه ده، په دې باور لرم چې دا زموږ لپاره یوه وظیفه ده او همدارنګه په موږ پورې تړلی یو حق دی. له دې حق څخه باید استفاده وکړو او دا دنده باید ترسره کړو.″
د ایران د پارلمان یا مجلس شورا په انتخاباتو کې ددې مجلس د دوه سوه نوي څوکیو لپاره تر درې زرو څلور سوو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د ایران انتخاباتي چارواکو ویلي د خلکو زیات کډون اړ کړل چې د رايې ورکونې وخت تمدید کړي. د فارس خبري اژانس هم ویلي چې د ۱۳۸۶ کال په مقایسه سږ کال په پارلماني انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ وو.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار ویلي وو، په ایران کې اته څلوېښت میلونه کسان د رایې ورکونې په شرایطو پوره دي او اوس ویل کېږي، چې د دوی څخه په سلو کې یو پنځوسو یې په رای ورکونه کې برخه اخیستې ده.
د ایران د انتخاباتو د کمیسون مشر ښاغلی مرتضوي وايي، د پارلماني انتخاباتو سره یو ځای په خراسان،، رضوی او کردستان ولایتونو کې د خبرګانو د مجلس لپاره د منځنۍ دورې انتخابات هم ترسره شول.
ویل کیدل چې اصلاح غوښتونکیو ډلو د ایران پروني انتخابات تحریم کړي وو او ګډون یې په کې نه و کړی.
همدارنګه د انتخاباتو خپلواکو څارونکیو ته هم اجازه نه وه ورکړل شوې چې ددې انتخاباتو څارنه وکړي.
په ایران کې د دوه زره نهم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې ددې سبب شوې وې چې په دې هیواد کې د خلکو پراخې مظاهرې راپورته کړي.
د انتخاباتو د کمیسون چارواکي وايي په وړو حوزو کې به د رایې ورکونې له پای ته رسیدو اته څلوېښت ساعته وروسته نتایج اعلان کړي او په لویو انتخاباتي خوزو کې به دوه اویا ساعته وروسته د پارلماني انتخاباتو نتایج اعلان شي.