د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د هرات سوداګر:مجبور یو چې له ځان سره ساتونکي وګرځوو


سیروس علاف هغه افغان سوداګر دی، چې درې لکه ډالره یې ورکړي څو یې خپل تره په هرات کې د مافیا له یوې ډلې څخه له جنجاله خلاص کړي.

اوس نو هغه بله هیڅ لاره نه لري بې له دې چې ورسره پبنځه ساتونکي یا باډې ګاردان ګاردان وساتي.

سیروس، چې د مافیا د برلاسی په اړه حکومت په کمزوری دریځ ملامتوي وایي، په دې ورځو کې دلته لږ خلک تښتول کیږي، خو تښتول نه دي ختم شوي او د دې یواځني علت همدا دی چې هرهغه څوک چې پیسې لري نو کولای شي، چې له پینځو څخه نیولی تر لسو تنو پورې ساتونکو ته پیسی ورکړي.

په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغانانو ته د امنیتي چارو د سپارو په لړ کې په هرات کې څو میاشتي ورسته له هغې چې له ایټالوي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت چاری سپارل شوي دي، حکومت وايي چې امنیتي وضعیت ښه شوی.

په هرات کې طالبان عمده تهدید نه دی، د دې پرځای د ځواک د ترلاسه کولو لپاره سیالیو او د مجاهدینو د وخت د مشر اسعمیل خان او ګلبدین حکمتیار وسله والو پلویانو ستونزو ته لاره هواره کړې.

په هرات کې یواځې په سیاسي ډګر کې سیالي نه دي روانې ، دلته قومي او سیاسي سیالۍ سره غبرګې روانې دي.

د فرانسې خبرې اژانس د مثال په توګه لیکي، نفوذ لرونکي مذهبي مشر مولوی خدایداد صالح او والي سره جوړ نه دي، هغسې چې په کابل کې چاودنې کیږي او امنیتي پوستې شته د هرات سړکونه د پوځ له نفوذه ازاد دي او ډیر پولیس په کې بې وسلې ګرځي.

په هرات ښار کې ټول ټال درې سوه شل پولیس دي، خو په فارسي ولسوالۍ کې چې ترې څه باندې یو نیم سل کیلومتره لرې ده، په کې دوه څلویښت ډلې ګزمه کوي.

د هرات والي داود شاه صبا وایي، دا د هر هغه معیار څخه ټیټه ده، چې د چا په تصور کی وي، خو بیا هم امنیت ښه دی، د سیمې امنیه قوماندان سید احمد سمیع هم د والي له خبرو سره موافق دی، هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي تر دې دمخه چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنیتي چارو انتقال پیل شي دلته ډیرې ستونزې وې لکه خلک به تښتول کیدل او جنایتونه به تنظمیدل.اوس دا ډول پیښې صفر ته نژدې شوې دي، د تیرو درې میاشتو په موده کې هیڅ د تښتونې پیښه نه وه.

په هرات کې دا بدلون رو رو له وخت سره راغی، درې کاله مخکې د پولیس ځواکونه په دوه ډلو ویشل شوي وو، یوه ډله د اسمعیل خان په خوا وه او بله یې بیا د مذهبي مشر ملا صالح ملاتړې وه او په دې سیمه کې تښتول او برمته نیول غټه لانجه وه، چې د تښتول شوي کس د خلاصون لپاره به تر شپږ لکو ډالرو پورې پیسې غوښتل کېدې.

د دوه زره اتم میلادي کال په وروستیو کې د یوه لوی صراف تښتول ددې سبب شو، چې خلکو د نه خوړولو اعتصاب وکړي او د تښتولو په پیښه کې د هرات پخوانی والي پر لاس لرلو تورن بلل شوی وو.

اوس نو په هرات کې حکومتي چارواکي وایې، چې امنیتي وضعیت په لویو لارو کې ښه شوی او په راتلونکې کې د لویو اقتصادي پروژو د پلان ژمنې کوي.

ایټالویانو له دې سره موافقه کړې، چې یو سلو پنځوس میلیونه ډالره په هرات کې د تجارتي چارو د پراختیا لپاره په لږه ګټه پور وکړي، څو د هرات هوايي ډګر او په ښار کې حلقوي سړک هم جوړ شي.

په هرات کې همدا شان د بیارغونې په برخه کې د نورو پرمختګونو خبرې هم کیږي، خو د خلکو ډیره اندیښه د امنیت په اړه ده، په کابل کې د سولې د خبرو په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار ډله د نور ځواک او په حکومت کې دننه ځانته د کار د امکاناتو د لرلو په اړه پر کابل فشار راوستي.

خبریال بصیر بیګزاد وایې، د سولې په خبرو کې د ګلبدین حکمتیار ډلې سره خبرې ښه خبره ده، خو خلک د بهرنیو عسکرو له وتلو سره د یوې بلې کورنۍ جګړې په اړه اندیښنه لري، خو د هرات والي په ډیر باور سره وايي، چې هرات ته د طالبانو د بیرته راتګ هیڅ امکان نشته، ځکه اوس له هغه مهاله چې په دوه زره لومړي کال کې د امریکایې ځواکونو په مشرۍ له طالبانو ځواک واخیستل شو وخت ډیر بدل شوي.

ښاغلی صبا په لویدیځه پوله کې د ایران له خوا ګواښونو ته په اشاره وايي، د ګاونډیو ولایتونو د قوماندانو له خوا او همدا شان له ایرانه پر لویدیځې پولي ګواښونه هرات ته اوښتی شي.
XS
SM
MD
LG