د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۷

القاعده په ایران کې څرنګه فعالیت کوي؟


امریکایي ځواکونو په تیرو څه باندې لسو کلونو کې د نړۍ په یو شمیر هیوادو کې د القاعده شبکې پرضد علمیات کړې دي. خو ایران هغه هیواد دی چې هلته د القاعده شبکې یو شمیر مهم کسان ژوند کوي و د امریکا له بریدونو هم خوندي دي.

ایران د القاعده یو شمیر جګپوړي مشران ساتلي دي. یو شمیر یې فعاله خلک دي لکه یاسین السوري چې له منځني ختیځ څخه یې په پاکستان کې د القاعده د مرکز لپاره هم خلک جذبول او هم یې پیسې راټولې، بل سیف العدل دی چې کلونه کلونه د القاعده د امنیتي کمیټې مشر پاتې شوی دی، همداراز ابو محمد المصري دی چې په ختیځې افریقا کې په نولس سوه اته نویم کال کې د امریکا په سفارتونو کې د بمي چاودنو له اصلي طراحانو څخه و، دی بیا د القاعده د مرکز لپاره د عملیاتو او ستراتیژیکو همکاریو په برخو کې مرستندوی و.

د فارین افییرز د خپرونې په وینا د ایران حکومت اکثر دغه کسان په خپله خاروه کې په کورونو کې نظر بند کړې دي او هغوی له نژدې څاري. د خپرونې په باور په ایران کې د القاعده حضور دا مانا لري چې ایران داسې فکر کوي چې القاعده ژر له منځه نه ځي.

د فارین افییرز په نظر ښایي ایران غواړي چې له القاعده سره خپلې اړیکي پراخ کړي لکه د لبنان له حزب اله سره چې ژور روابط لري. اما القاعده او حزب اله سره مخالفت لري، په وروستیو کې په عراق کې د شیعه و پرضد القاعده بریدونه کړې دي. خو بیا هم دغه دواړه ډلې د امریکا دښمنۍ سره نژدې کړې دي او په امریکا کې یو شمیر څیړونکي په دې بارو دي چې امریکا باید دا مساله له نژدې وڅاري.

د ایران او القاعدې د اړيکي په برخه کې د فارین افییرز د خپرونې په وینا ګڼ شواهد شته. یوازې تیر کال په سلګونو داسې اسناد خپاره شول چې له دغو یو هم د امریکا د خزانې د وزارت د بندیزونو خبره وه چې په ایران کې یې دالقاعده شبکې پر مشرانو ولګول.

امریکا د القاعده پرضد په پاکستان، عراق، یمن او یو شمیر نورو سیمو کې عملیات کړې دي خو په ایران کې دا کار نه دی شوی نو ایران د القاعده لپاره تر ټولو خوندي سیمه ده.

د خپرونې په باور د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس څانګه چې په ایران کې بهرنۍ اسلامي ډلې روزي، وسلې ورکوي او پیسې ورکوي د دوه زره لومړي او دوهم میلادي کلونو په ترڅ کې یې د القاعده شبکې یو شمیر غړي هم په انفرادي توګه وروزل.

د فارین افیرز خپرونې په باور په دوه زره دوهم کال کې القاعده په ایران کې خپله اداري شورا تاسیس کړه څو له هغه ځایه په پاکستان کې د القاعده شبکې د مرکز ستراتیژیک ملاتړ وکړي. د دې شورا په مهمو غړیو کې، العدل، سلیمان ابوالغیث، ابوالخیر المصري، ابو محمد المصري او ابو حفص الموریتاني شامل وو. چې دغو پنځو سرو له اسامه بن لادن سره څو کاله نژدې اړیکي لرل او په القاعده کې یې ډير نفوذ درلود. په دوی کې العدل په افغانستان کې د کابل د رژیم پرضد هڅې کولې.

د امریکا د حکومت د هغو مسوولانو په وینا چې له ایراني استازیو سره یې په تیرو کلونو کې خبرې کړې دي، په تهران کې د القاعده په اړه د ایراني چارواکو تر منځ بیا بیا بحثونه شوې دي، یو شمیر چارواکو دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې ښایي امریکا له دې د برید لپاره یوه بهانه پیدا کړي. البته د دوه زره دریم په لومړیو وختو کې امریکایي مسوولانو مخامخ له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او له هغوی یې څخه یې وغوښتل چې د القاعده مشران له خپلې خاورې وشړي.

ایران دا غوښتنه رد کړه خو هغه وخت د ایران د کورنیو چارو وزارت د القاعده ډله کنټرول کړه او په همدې کال کې ایران د القاعده د ادارې شورا ټول غړي او دهغوی ملاتړي ونیول. د القاعده له یو شمیر غړیو سره سخت چلند وشو او یو شمیر نورو یې ازادي لرله. البته په تیرو څو کلونو کې د القاعده شبکې مشرانو له پاکستانه څو ځله ایران ته ګواښ وکړ چې د القاعده زندانیان خوشي کړي او د ابن لادن د کورنۍ غړي هم خوشي کړي خو ایران دغو ګواښونو ته توجه ونه کړه.
XS
SM
MD
LG