د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د ګلبهار سنټر مالک د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شو


وروسته ترهغې چې د ګلبهار سنټرمالک ګلبهارحبیبي او درې تنه نور د تقلبي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شول، لویه څارنوالۍ وایي چې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د هغو لوړ پوړو ودانیو د اسنادو په اړه هم څیړنې کوي چې په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ د فساد پرضد د مبارزې د څارنوالۍ عمومي رییس جنرال ابوبکر رفیعي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر ګلبهار حبیبي سربیره ښایې یو شمېر نورو کسانو هم ځینې جایدادونه غصب او تقلبي اسناد یې ورته جوړ کړي وي.

د جنرال رفیعي په خبره ښایي زرګونه کسان د دولتي ځمکود غصب په مساله کې ښکیل وي چې هرو مرو به یې د جایدادونو او لوړ پوړو ودانیو په اړه څیړنې وشي:

"دوې د جعلي اسنادو په جوړولو کې مسلکي دي او موږ په دې اړه جدي څیړنې کوو.

دا چې ویل کیږي، کابو اویا کسان په دې جعلي کارونو کې لاس لري زه ګمان کوم ښایې موږ زرګونه کسان ونیسو.

موږ په کابل او ټول افغانستان کې د ملکیتونو د غصب پر مسالې شک لرو او د څارنوال په توګه د څیړنیزې فرضیې په توګه یې منو".

ده څرګنده کړه، چې د ګلبهار سنټر مالک ګلبهار حبیبي چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال فهیم په تقلبي لاسلیک او حکم یې د کابل ښار په شش درک سیمه کې اولس جریبه ځمکه تر لاسه کړې نیول شوې او درې نور هغه کسان هم نیول شوي، چې د ده په خبره د لوړ پوړو دولتي چارواکو په تقلبي لاسلیکونو او ټاپو یې جعلي اسناد جوړول.

د جنرال ابوبکر په خبره د ګلبهار سنټر مالک ګلبهار حبیبي هم دغې درې کسیزې ډلې ته یو لک او پنځوس زره امریکایې ډالر ورکړي وو ترڅو د ګلبهار ټاور په نوم ملکیتونو ته په کابل ښار کې جعلي اسناد جوړ کړي.

د لویې څارنوالۍ د فساد پر ضد د مبارزې د څارنوالۍ عمومي رییس وویل، چې د ګلبهار سنټر مالک ښاغلي حبیبي له کابل بانک څخه هم څه باندې دیرش میلیونه ډالر ترلاسه کړي، هغه په ډاګه کړه چې د کابل ښار په ملک اصغر څلور لارې کې به د ګلبهار سنتر اسناد هم د دې ادارې له خوا وڅیړل شي:

"دا دوسیه ډیر اړخونه لري، دریو تنو جعل کوونکو چې د طالبانو ټاپې یې هغه وخت جوړولې او اوس هم د دولتي ارګانونو ټاپې ورسره ونیول شوې او د چارواکو تقلبي لاسلیکونه یې کول.

موږ به په دې مسالې په ټول توان کار وکړو او په جدي توګه به یې وڅارو".

جنرال ابوبکر رفیعي وویل، چې له ګلبهار حبیبي سره نیول شوېو دریو تنو منلي چې د طالبانو د رژیم له وخته تر اوسه یې د پیسو په بدل کې خلکو ته تقلبي او جعلي اسناد جوړول او په دې برخه کې دې کسانو ډیر مهارت هم درلود.

ګلبهار حبیبي د کابل په ملک اصغر څلور لارې او پل محمود خان سیمه کې د ګلبهار سنټر او ګلبهار ټاور په نومونو لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي او دغه راز د کابل ښار په شمال د خیرخانې کوتل شا ته هم یو ښار ګوټی لري.

لا تر اوسه د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ګلبهارحبیبي او نورو نیول شوو کسانو له خوا د ده په تقلبي لاسلیک او احکامو د ناوړې ګټې اخیستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
XS
SM
MD
LG