ډيپلوماټان وايي د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې په کې د ایران د خامو تېلو او پټرولو د تولید په برخه کې نوي قراردادونه په سمدستي توګه منع کړای شوي دي.
خو له ایران سره په دې برخه کې له وړاندې څخه شوي قراردادونه به د راتلونکې جولاى میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې پر خپل حال پاتي وي.
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل دا نوې پرېکړه پر ایران باندې د بې سابقه بندیزونو یوه برخه ده.
اروپايي ټولنه دا مهال د ایران د تېلو چې د تهران تر ټولو ګرانه شتمني ده، له پنځو یوه برخه اخلي .
دغه راز تمه ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د ایران پر مرکزي بانک هم د بندیزونو پر پېشنهاد موافقه وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې کترین اشټون وویل د دې بندیزونو هدف دا دی چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په باب د اروپايي ټولنې غوښتنه جدي ونیسي:
”موږ به پر ایران په خاصه توګه د دې هېواد پر مرکزي بانک او د تېلو پرل صادراتو پر نويو بندیزونو خبرې وکړو او هغه به نهايي کړو. خو زه غواړم تکرار کړم چې دا د ایران په اړه زموږ د دوه اړخیزې تګلارې د هڅو یوه برخه ده. د بندیزونو له لارې د فشار هدف دا دی چې دا یران د خبرو اترو د پیلولو لپاره زموږ غوښتنه جدي ونیسي“
هغې وویل ایران تر اوسه پورې د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د نړۍ د قوتونو له خوا د خبرو اترو پېشنهاد ته چې په تېر اکتوبر میاشت کې شوی، ځواب نه دی ویلي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویسترویلي وویل د ایران د اټومي پروګرام موضوع نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ په امنیت پورې تړوا لري.
خو ایران ټينګار کوي چې اټومي پروګرام يې د سوله يیزو اهدافو لپاره دی.
تهران ګواښ کړی چې دا هېواد به د نویو بندیزونو په وړاندې خپل عکس العمل کې په فارس خلیج کې د هرموز تنګى وتړي.
له هرموز تنګي څخه د نړۍ د تېلو د صادراتو شل په سلو کې تېرېږي.
بل لوري ته بیا متحده ایالات وايي چې دا هېواد به سوداګریزې لارې پرانيستې وساتي.