د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۷

جاپان پر ایران د بندیزونو په لګولو کې احتياط کوي


د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وایي، توکيو د ایران د تیلو په صادراتو باندې د امریکا پر مشرۍ د بندیزونو لګولو د هلو ځلو په اړه له “سخت احتیاط ” څخه کار اخلي.

کویچیرو ګیمبا نن په توکیو کې یوه خبرې کنفرانس ته وویل، د امریکا متحده ایالات غواړي، پر ایران بندیزونه ولګوي. موږ په دې باور یو، دا ډېره ضرور ده، چې د مسالې په اړه له سخت احتیاط څخه کار واخلو.

د جابان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، هیواد به یې په دې اړه له پریکړې مخکې په احتیاط سره مساله وڅيړې:

“د بندیزونو مساله عاقلانه او فکري غور ته اړتیا لري. په دې توګه، د جاپان حکومت به د مسالې په اړه له وروستۍ پریکړې مخکې پوره غور وکړي.”

د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې د دې هیواد د مالیې د وزیر جون ازومي د چهارشنبې د ورځې له ژمنې څخه چې د واشنګټن په کمپیاین کې د ګډون ژمنه یې کړې وه، یو ډول په شا تګ دی.

د جاپان د مالیې وزیر ویلي وو، جاپان غواړي د ایران په خامو تیلو باندې د تکيې کمولو په مقصد، پاخه او پلان شوي ګامونه پورته کړي.

د جاپان د تیلو د وارداتو په سلو کې لس له ایران څخه دي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ″ګینادي ګاتیلوف″ خبرداری ورکړی، چې پر ایران باندې د نویو بندیزونو لګولو ته به، د اسلامي رژیم د بدلولو د هلو ځلو په سترګه وکتل شي.

د ایران ستر مذهبې مشر ایت الله علي خامینيي د امریکا متحده ایالات او اسراییل په روانې اوونۍ کې په تهران کې د هیواد د اټومي ساینس پوه د قتل په دسیسې تورن کړل.

دا لومړی ځل دی، چې د ایران رژیم د امریکا او اسراییلو د جاسوسۍ سازمانونه د ایران د نتانز اټومي تاسیساتو د رییس د مرستیال مصطفی احمدي روشن د چهارشنبې د ورځې په قتل کې په دومره سختې لهجې سره تورن کړل.
XS
SM
MD
LG