د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

اروپا د ایران د تیلو د صادراټو د مخنوي هڅه کوي


د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه په اصولو کې موافق شوې دي، چې د ایران د تیلو پر صادراټو بندیز ولګوي، خو مساله یې د دغې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته ځنډولې ده.

اروپایي ټولنې موافقه وکړه، چې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیران د غونډې په ترڅ کې دا وڅیړي، چې له ایرانه د تیلو واردات بند کړي.

داروپایي ټولنې غړي هیوادونه په اصولو کې سلا شوې دي، چې د ایران د تیلو پر صادراټو بندیز ولګوي، څو د اټومي پروګرام له امله پر تهران فشار راشي.

په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو وېسټرویلې پرون وویل، چې دی به د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې د جنوري په درویشتمه به پيل شي، پر ایران د پراخو او سختو بندیزونو پلوي وکړي:

″د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکې غونډې کې به زه د سختو او پراخو بندیزونو لپاره د غونډې برخه وال وهڅوم.

ایران باید د اټومي وسلو له جوړیدو راوګرځول شي، دا یوازې د اسراییل د امنیت مساله نه ده یا په سیمه کې د امنیتي توازن مساله نه ده؛ دا په نړیواله ټولنه کې د توازن موضوع ده. دا مساله جدي ده، یوازې د روشنفکرانو جروبحث نه دی.″

اروپایي ټولنې پرون په بروکسل کې اعلان وکړ، چې د ایران په اړه به د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران خپله غونډه یوه اونۍ رامخکې کړي او د جنوري په درویشتمه به په غونډې کې د ایران د تیلو پر وارداټو د بندیز مساله وڅیړي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې پرون یوه ورځ وروسته تر دې غونډه وکړه، چې د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تایید کړه، چې ایران د تهران په جنوب لویدیځ کې د فردو په اټومي بټۍ کې په پټه شل فیصده یورانیم غني کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ماسکو ته له دې خبرې سره اندیښنه پیدا شوې ده او له دې داسې ښکاري، چې ایران د نړیوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځولې دي.

بل لور ته د اټومي انرژۍ په نړیوالې ادارې کې د ایران دایمي استازي علي اصغر سلطانیه اسنا اژآنس ته وویل؛ چې د فردو اټومي بټۍ له دوو کلونو راهیسې فعالیت کاوه او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یې په دې اړه معلومات ورکړې وو او دغې نړیوالې ادارې له پیله د فردو د اټومي بټۍ څارنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د فردو په اټومي بټۍ کې د ایران هڅې د دې څرګندویي کوي، چې دغه هیواد د ملګرو ملتو له پریکړو په دوام داره توګه سرغړونه کوي.

فرانسې بیا اعلان وکړ، چې د ایران له دې کار سره پر دغه هېواد د نورو بندیزونو لپاره لاره هواره شوې ده.
XS
SM
MD
LG