د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

ایران: د هرموز تنګي امنیت په پشپړ ډول زموږ په واک کې دی


د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب الله سیاري د ایراني ځواکونو د پوځي تمرینات څېړي.
د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب الله سیاري د ایراني ځواکونو د پوځي تمرینات څېړي.
د ایران دولتي تلویزیون د دوشنبې په ورځ د ″قادر″ په نامه د هغه توغندي آزمیښت وښود، چې د توغولو پر مهال یې خپل هدف وویشته. ویل کیږي چې دا توغندی ۲۰۰ کیلومیتره واټن ویشتلاي شي او ایران یې د اوږده واټن توغندی بولي.

د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب الله سیاري د ایران دولتي تلویزیون ته د دوشنبې په ورځ وویل: “په خلیج کې پوځي تمریناتو د ایران دفاعي او مخکې له مخکې حملو قوت او توان په ډاګه کړ، سره له دې، چې په دې هېواد باندې له ۳۳ کالو راهیسې بندیزونه لګول شوي دي.”

سیاري زیاته کړه، د هرموز تنګي امنیت په پشپړ ډول د ایران په واک کې دی. د ایران وسله وال ځواکونه او سپاه انقلاب به هیڅکله هم هیڅ دښمن (امریکا، اروپایې متحدانو او دغه راز اسرائیلو) ته اجازه ورنکړي چي زمونږ ګټې له خطر سره مخامخ کړې.

تېره اوونۍ هغه مهال د نړیوالې ټولنې او تهران تر منځ تاوتریخوالی زیات شو چي ایران ګواښ وکړ، که چیري لویدیځ د دوي د تیلو په صادراتو بندیز ولګوي، دوي به د هرموز تنګې وتړې.

د نړۍ د تیلو د صادراتو یو پر دریمه برخه له هرموز تنګي څخه نړیوالو بازارونو ته تیریږي.

د اسرايیلو دفاع وزیر یهود بارک وایي، د ایران د پوځي تمریناتو هدف د تهران د قوت ننداره وه ترڅو نړۍ په ایران باندې د بندیزونو لګولو څخه وبیروي.

له هرموز تنګي څخه په ورځ کې د ۱۳ او ۱۵ ترمنځ سترې تیل وړونکې بیړۍ تیریږي او زیات شمېر یې جاپان، جنوبي کوریا، هند او چین ته ځي.

ایران دغه راز د اوږده واټن توغندي له آزمیښت مخکې اعلان کړی و، چې د اټومې سونګ موادو لومړۍ میله یې آزمویلې، چې دا هم د ځینو لویدیځو څيړونکو په وینا، د هستوي ټکنالوژۍ په کار کې د دغه هیواد د پرمختګ یوه علامه ده.

تهران زیار باسي چې اروپایې اتحادیه د ایران په مرکزي بانک باندې د نویو بندیزونو په لګولو کې ګډون ونه کړې. د همدغه مقصد لپاره یې د تېرې شنبې په ورځ داسې اشارې ورکړي، چې دا هېواد د اټومي پروګرام په اړه د نړۍ له شپږو طاقتونو سره د خبروبیرته پیل کولو ته چمتو دی.

په عین حال کې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د ایران په مرکزي بانک باندې د نویو بندیزونو لګولو لایحه لاسلیک کړه، چې له دې امله هم د ایران د اسعارو بازار بې ثباته شوي دي.

د دوشنبې په ورځ یو امریکایی ډالر له ۱۷۰۰۰ ریالو سره تبادله شو. په تېرو څو ورځو کې د ایران د اسعارو بیه په سلو کې ۱۱ ښکته شوې ده. پر دې سربېره د امریکا حکومت د ایران په ۲۸ بانکونو باندې بندیزونه لګولي او له دې امله هم ایراني سوداګر د پیسو په راکړې ورکړې کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG