د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

امریکا: ایران دې د هرمز تنګي د بندولو هڅه نه کوي


د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ، چې په هرموز تنګې کې د بیړیو د تګ راتګ د مخنیوي هر ډول حرکت به یي ونه زغمي، دا تنګی د نړۍ د تیلو د ترانزیت ډېره مهمه لار ده.

د امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغې دا خبرداری ورکړ، چې د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب الله سیارې په یوې مرکې کې وویل، د هرموز تنګي بندول دوي ته ډير اسانه دی او په اصطلاح د یوه ګیلاس اوبو له چښلو څخه هم ورته اسانه دي.

سیارې دا هم ویلي و، موږ د دغه تنګې بندولو ته دا مهال اړتیا نه لرو او دا ځکه چې د عمان خلیج زموږ په واک کې دی او له هغه ځایه د هرموز تنګی کنترولولای شو.

د امریکا دفاع وزارت د ایران د دغه حرکت پر ضد سخت غبرګون ښکاره کړی او د دې وزارت ویاند جورح لیټل د چهارشنبې په ورځ وویل: د هرموز تنګې په ترانزیت او یا د بیړیو د تګ راتګ په جریان کې مداخله د زغم وړ نه ده.

د هرموز تنګی مهم ستراتیژیکې موقعیت لري او د خلیج د تیلو صادرونکې هېوادونه بحرین، ایران، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحد عربي امارات د هند له سمندر سره نښلوي.

د امریکا متحده ایالات د تیل وړونکو بیړیو د حفاظت او امنیت په مقصد د خلیج په زیاتې برخې کې پوځي حضور لري او د دې هېواد د سمندري ځواک یوه اډه په بحرین کې ده.

د نړۍ د تیلو بیې د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې پورته شوې چې د ایران د جمهور رئیس مرستیال محمد رضا رحیمي خبرداری ورکړ او ویي ویل، که چېرې لویدیځ هېوادونه د ایران د تیلو صادرات بند کړي نو دوي به د نړۍ د تیلو د شپږمې برخې صادرولو لار یعنې د هروموز تنګی وتړې.

له بلې خوا د سعودي عربستان د تیلو یوه جګ پوړي چارواکې د چهار شنبې په ورځ وویل، د نړۍ په مارکېټونو کې به د ایران د تیلو هر ډول کمښت جبران او پوره کړې.

ایران د هرموز تنګې حساسې برخې ته نږدې په نړېوالو اوبو کې لس ورځنې پوځي تمرینات هم تر سره کړل.

لویدیځ هېوادونه د ایران د اټومې پروګرام له امله سخت بې حوصلې شوې او غواړي ددغه هیواد د تیلو پر صادراتو بندیزونه ولګوي.

که څه هم چې د ایران د جمهور رئیس د مرستیال او د سمندري ځواک د مشر څرګندونې له یوه خبرداري څخه یو څه جدي دي، بیا یی هم د نړۍ د تیلو په مارکېټونو کې بیره اچولې ده.

د هرموز تنګې د نړل کېدو په صورت کې به په موقتي ډول د تیلو صادرات بند شي او د تیلو بیړۍ به له اوږدو او قیمتې لارو څخه تیل خپلو مربوطو ځایونو ته ورسوي. پداسې یوه حالت کې به د تیلو بیې هم پورته شي.

د تنګي د بندیدو له وجي به د نړۍ او ایران تر منځ قوې پوځي مقابلې یا جګړې ته لار خلاصه شي او دا به هم د تیلو په مارکېټ او بیو زیات اغیز وکړي.

څیړونکې وایي، ایران ممکن د هرموز تنګې د بندولو لپاره له ماینونو او یا هم په بار وړونکو بیړیو باندي له مستقیمو حملو څخه کار واخلې.

د همدغو خبرو او احتمالاتو په ګرمیدو سره، په نیویارک کې د فبرورۍ د میاشتې لپاره د خامو تیلو د یوه بیرل بیه ۱۰۱ امریکایي ډالرو ته پورته شویده.

سعودی عربستان په ورځ کې لس میلونه بیرله تیل تولیدوي او په ورځ کې د نورو دوو میلونو بیرلو تولید یي د عاجل ضرورت لپاره درولی دی، ایران په نړۍ کې د تیلو څلرم ستر تولیدونکې هیواد دی.
XS
SM
MD
LG