د روسیې په مرکز مسکو او سنت پیترز برګ ښارونو کي په زرونو کسان راټول شوي او د روانې میاشتې په سر کي د ولسې جرګې یا دوما د انتخاباتو د نتیجو پر ضد یي اعتراض پیل کړی دی.
په مسکو کي په زرګونو کسان د سخروف مرکز ته راټول شوي او د مسکو ننۍ مظاهرې له دغه ځایه پیل شوي دي.
د پیوستون د غورځنګ غړی الکساندر ریکلن وایي، پدي لاریون کي تر اوسه شاوخوا ۴۰ زرو کسانو ګډون کړی. د مسکو پولیس وایي، په مظاهرو کی له شلو زرو زیاتو کسان ګډون کړی دی.
د مسکو به مظاهرې کي د روسیې د مالیې پخوانی وزیر الکسیي کودرین هم ګډون وکړ او وروسته ممکن وینا هم وکړې.
د روسیې په سنت پیترز برګ ښار کي هم شاوخوا یو زر او پنځه سوه کسان راټول شوې دې.
د روسیې په نورو ښارونو کی هم ورته لاریونونه او مظاهرې شوې دي.