په تهران کې د بریتانیې پر سفارت د مظاهره چیانو له یرغل وروسته بریتانیې د چارشنبې په ورځ په لندن کې د ایران سفارت ته سمدستي د تړل کیدو امر وکړ او خپل سفارت یي هم په تهران کې وتړه.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې ټول ایراني ډیپلوماټان به په اته څلوېښت ساعتونو کې له بریتانیې وځي:
(په لندن کې د ایران د سفارت چارواکو ته خبر ورکړل شوی دی، چې موږ په لندن کې سمدلاسه د ایران د سفارت تړل کیدل غواړو او د ایران ټول ډیپلوماتان باید په راتلونکیو اته څلوېښت ساعتونو کې له بریتانیې ووځي.
کوم هېواد چې زموږ لپاره دا ناممکنه کړي چې په خاوره کې یي فعالیت وکړو، زموږ نه دې هم دا تمه نه کوي چې دلته دې یو فعال سفارت ولري.))
د سې شنبې په ورځ په تهران کې ایراني مظاهره چیانود بریتانیې پر سفارت یرغل ور وړ، د سفارت کړکۍ یې ماتې کړې، موټر یي ویجاړ کړل او د بریتانیې بیرغ ته یې اور واچوه.
دا یرغل وروسته له هغې وشو، چې بریتانیې د ایران د اتومي پرواګرام له کبله پر دې هېواد نوي بندیزونه ولګول.
د ویلیم هیګ د دې څرګندونو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست ویلي، چې تهران به متقابل اقدام وکړي او زیاته کړې یې ده، چې دوي په لندن کې د دوي دیپلوماتیکو ملکیت او ملحقاتو په ساتنه کې د بریتانیې حکومت مسول بولي.
ویل کېږي، چې جرمني، فرانسې او هالینډ هم له تهران څخه خپل سفیران د سلا مشورو لپاره ور غوښتي دي.