د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۹

ايران: که امريکا يا اسرائيل راباندې بريد کوي، موږ هم غلي نه کښېنو


د ايران د سپاه پاسداران انقلاب د هوايي ځواک قوماندان، جنرال اميرعلي حاجيزاده وايي، د ايران دغه خبردارى د امريکا او اسرائيل د زياتېدونکو ګواښونو د مقابلې لپاره د دفاعي ستراتيژي يوه برخه ده.

د ايران او لوېديځ تر منځ کړکېچ هغه وخت زيات شو چې د روانې مياشتې په پيل کې د اټومي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې په يوه راپور کې د لومړي ځل لپاره دې ټکي ته اشاره وکړه، چې ايران په پټه ځينې ازمېښتونه کړي او هدف يې هم د اټومي وسلو پراختيا وه.

امريکا او نور لوېديځ هېوادونه ګومان کوي چې ايران د اټومي بم د جوړونې هڅه کوي، اسرائيل چې ايران ته د يوه جدي ګواښ په سترګه ګوري، د ايران پر اټومي تاسيساتو يې د احتمالي بريد خبردارى ورکړى دى. ايران وايي اټومي پروګرام يې سوله ييز اهداف لري.

د ايران نيمه رسمي اژانس مهر د جنرال امير حاجيزاده له قوله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، که چېرې موږ ته کوم ګواښ متوجه وي، په ترکيه کې به د ناټو پر دفاعي تاسيساتو او نورو اهدافو بريدونه وکړو.

تهران وايي په ترکيه کې د ناټو د دفاعي سيسټم هدف د ايران له لوري د کوم احتمالي بريد په صورت کې د اسرائيل ساتنه ده.

ترکيې په سپټمبر مياشت کې په خپله خاوره کې د څو دفاعي رادار دستګاوو له جوړېدو سره موافقه وکړه. ترکي چارواکي وايي دغه پوځي تاسيسات د ترکيې په کوريچيک سيمه کې چې د ايران په ٧٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده، ځاى پرځاى شوي دي.

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب د هوايي ځواک قوماندان حاجيزاده وويل، امريکا دغه راز په پام کې لري ورته تاسيسات په عربي هېوادونو کې چې د ايران په جنوب کې پراته دي، جوړ کړي.

د ده په وينا، د اسرائيل او لوېديځ له لوري راپېښو ګواښونو ايران اړ کړى چې خپله دفاعي پوځي ستراتيژي بدله کړي.

حاجيزاده وايي د اعلى سرقوماندان په دستور به د ګواښ يا تهديد ځواب په ګواښ ورکوو. د حاجي زاده له قوله ويل شوي چې د ايران لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د ايران د پوځ اعلى سرقوماندان هم دى او په حکومتي چارو کې اصلي پرېکړه دى کوي.

د ايران د قدس ځواکونو قوماندان هم پرون وويل له مرګ څخه نه بېرېږي او شهادت ته تيار دى. ده واشنګټن ته خبردارى ورکړ چې د ګواښونو او خبرداريو د دوام په صورت کې به له جدي عواقبو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG