د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

جرمني پر ايران د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه


د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل له يوې جرمنۍ خپرونې سره په مرکه کې ويلي، پر ايران د دغه هېواد د اټومي پروګرام له کبله د ځينو هېوادونو له لوري د بنديزونو مخالفت ”د افسوس وړ“ دى.

روسيې او چين پر ايران د بنديزونو مخالفت کړى، دې مسئلې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې پر ايران فشارونو چانس محدود کړى دى. هاخوا ترکيې هم ويلي چې پر ايران د هر ډول پوځي بريد مخالفت کوي.

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د دغه هېواد له لايپزيګر ولکس زيتونګ خپرونې سره په مرکه کې وويل:

”زه فکر کوم هغه ميتودونه چې پر ايران د فشار راوستلو لپاره موږ کارولاى شو په بشپړه توګه له کاره نه دي لوېدلي. بنديزونه په لومړي کتار کې راځي، چې بايد تر ممکنه حده پراخ وي“

مېرکل دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ايران پر اټومي تاسيساتو د اسرائيل د هوايي بريدونو مسئله توده شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې پخواني مشر هانس بليکس ويلي د ايران پر اټومي تاسيساتو د سرائيل له لوري بريد به د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د تهران اراده نوره هم قوي کړي.

ښاغلي بليکس د اسټراليا له پروفيل اوونيزې سره په مرکه کې، چې د دوشنبې په ورځ به خپره شي، ويلي:

”زه فکر نه کوم تاسې د تاوتريخوالي د ګواښونو له لارې څوک قانع کړئ چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي. دا به تر ډېره د دې سبب شي چې دوى د خپلو ځانونو د دفاع لپاره په خپل کار کې نور هم بيړه وکړي“

بل لوري ته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو پرون خبردارى ورکړ، پر ايران د پوځي بريد اوازو سيمې ته د بې ثباتۍ خطر پېښ کړى دى.

ښاغلي اوغلو په انقره کې د دغه هېواد اناتوليا خبري اژانس ته وويل:

”موږ فکر نه کوو چې دا او په سيمه کې د ممکنه پوځي مداخلې په باب حتى خبرې کول سمه موضوع وي... موږ د داسې يوې مداخلې مخالف يو او په دې باور يو چې دا به زياته بې ثباتي جوړه کړي“

تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پر ایران غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو د اټومې څارنې د موسسې د نوي راپور په اړه دې په څو ورځو کې ځواب ووایي. دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، ایران د اټومي وسلو پر جوړولو کار کړی دی.

مېرمن کلېنټن وويل:

“د ایران په اړه، موږ د ملګرو ملتونو پر وروستي راپور، چې د ایران د حکومت له خوا د اټومې وسلو پر اړوند کار یې جدي اندیښنې ولاړې کړې، بحث وکړ. ایران له اوږدې مودې راهیسې د خپل اټومې پروګرام په اړه د فریب او انکار سابقه لري. موږ له ایران څخه تمه لرو، چې په راتونکو څو ورځو کې د دغه راپور په اړه راپورته شویو جدي اندیښنو ته ځواب ووایي.

د امریکا متحده ایالات به له خپلو متحدانو او ملګرو سره له نژدې مشورو ته دوام ورکړی، چې پر ایران باندې د فشارونو زیاتولو لپاره نور کوم ګامونه پورته کولای شو.”

د ملګرو ملتونو د اټومې انرژۍ د څار ادارې د روانې اوونۍ په پيل کې یو راپور خپور کړ او وایي، ایران د اټومي بم پر جوړولو کار کړی او په دې اړه څېړنو ته دوام ورکوي.

ایران دا راپور غندلی، خو تر اوسه یې ورته پوره ځواب نه دی ويلى.

د ايران په اړه په بل راپور کې ويل شوي چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران انقلاب يوه وياند رمضان شريف وويل تهران ته نژدې په يوه پوځي اډه کې د پرونۍ چاودنې په نتيجه کې ١٧ کسان وژل شوي دي.

ده وويل په چاودنه کې چې، پرون د تهران د لوېديځ د ملارد ښارګوټي په يوه سلاکوټ کې وشوه، ١٥ کسه ټپيان شوي هم دي.

له کومې هوايي يا بلې حملې سره د دې چاودنې د تړاو په باب تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى.
XS
SM
MD
LG