غربي هېوادونو خبرداری ورکړی، چې پر ایران به فشارونه زیات کړي. البته روسیي دا اقدام رد کړی دی.
د ایران د اتومي پروګرام په اړه د اتومي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې تازه رپوټ په کلکه وايي چې ایران د اتومي وسلو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
غربي هېوادونو ویلي، چې د اتومي هڅو په خاطر پر ایران د فشارونو د زیاتولو پر څرنګوالي غور کوي.
روسیې له داسې حرکت سره مخالفت کړی دی.
د ایران حکومت د ملګرو ملتونو د سازمان د اتومي انرژۍ د څارنې د ادارې دارپوټ بې اساسه بللی دی، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپه ویلي چې دا تازه خپور شوی رپوټ جدي دی او د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې باید بحث ورباندې وشي.
ایران اوس مهال د امریکا ، ملګروملتونو او د اروپايي اتحادیې تر بندیزونولاندې دی، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل: که چېرې ایران د نړېوالې ټولنې غوښتنې پرځای نه کړي، پاریس تیار دی چې پر ایران موجود بندیزونه په بې ساري ډول لوړ شي:
(که چېرې بیا هم ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه په جدیت له خبرو ډډه وکړي، د نوېو او شدیدو بندیزونو مخنیوی نه شي کېدای.
موږ د پراخو او صریحو بندیزونو وضع کول سم کار ګڼو خو د هر ډول پوځي اقدام مطرح کول ردوو. )
په عین وخت کې د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران د تیلو او ګاز سکټور او د مالي سیسټم پر ضد د زیاتو اقداماتو غوښتونکې دي. ویلیم هیګ همدا راز پر زیاتو ایراني شرکتونو او افرادو چې د دې هېواد له اټومي پروګرام سره تړاو لري، د بندیزونو لګولو خبره وکړه .
دا لومړی وار دی چې د ملګروملتونو یوې ادارې د ایران اتومي پروګرام د اتومي وسلو د تولید له مسلې سره تړلی ګڼلی دی.
خو ایران بیا هم له خپل موقف څخه دفاع کړې ده او د دې هېواد ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي چې تهران به له خپل اتومي پروګرام څخه یوه ذره هم کمه نه کړي:
(ولې د امریکا د تشو ادعاوو په خاطر د دې ادارې اعتبار خرابوی؟ د ایران له ولس سره ملګرتیا ستاسې په ګټه ده.
تاریخ ثابته کړې چې د ایران دښمنانو بری نه دی موندلی .)
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې دفتر د ازادې اروپا راډيو ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې ادارې رپوټ د ایران د اتومي پروګرام د څرنګوالي په اړه موجودې اندیښنې لا شدیدې کړې.