د ایران د بهرنیو چارو وزیر علی اکبر صالحی د خپل هیواد د اټومی پروګرام پرسر د نړیوالو د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو په اړه د بې اساسو تورونو په وړاندی خبرداری ورکړ.
د ایران د اټومی پروګرام پر سر کړکیچ د هغو راپورونو له خپریدو وروسته زیات شوی چې د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ د څارنی د اداری له برابر شوی راپورڅخه رسنیو ته لیک شوی دی.
په دغه راپور کې چې ویل کیږی نن یا سبا به خپور شی، کره شواهد وړاندی شوی چې ایران په پټه د اټومی وسلو پروګرام پرمخ وړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علی اکبر صالحی ارمنستان ته په سفر کې له خپل ارمنی سیال ایدوارد نعلبندیان سره په ایریوان کې په خبری غونډه کې وویل که د اټومی انرژۍ د نړیوالی اداری په راپور کې بی اساسه ادعاوی شوی وی نو هغه به د دغی نړیوالی اداری بې طرفی ترپوښتنی لاندی راولی.
هغه وویل، پرایران د اټومی پروګرام په خاطر فشارونه بی مورده او پر کره شواهدو ندی ولاړ، بلکې ترشا یی یواځی سیاسی انګیزی موجودې دي:
̋ایران له نژدی لسو کالو راهیسی د خپل اټومی پروګرام په خاطرله کومو کره ثبوتونو پرته ترفشارلاندی دی. ما د اټومی انرژی په نړیواله اداره کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دایمی استازی په توګه کار کړی. ما دغه راز د خپل هیواد د اټومی انرژی اداری د ریس په توګه هم دنده ترسره کړې. زه د د ایران د اټومی پروګرام پر جزئیاتو او ټولو مسئلو پوه یم. غواړم د ا په ډاګه کړم چې د ایران د اټومی پروګرام پرسرراپورته شوی لانجه یوه سیاسی مسئله ده نه تخنیکې یا قانونی̋
د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ د څارنی اداری دغه راپور، په روانه اوونۍ کې د ایران پراټومی تاسیساتو د اسرایل د بالقوه حملی خبره هم ډیره ګرمه کړی ده.
د اسرایل ولسمشر شیمون پرس د نومبر په پنځمه په یوی ټلویزیونی مرکه کې خبرداری ورکړ چې په ایران د حملی احتمال ورځ تربلی زیاتیږی.
په تهران کې چارواکو د دغه خبرداری په وړاندی چټک عکس العمل وښود.
د دی هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال حسن فیروز ابادی پر خپل هیواد د اسرایل د هری پوځی حملی په وړاندی خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اسرایل به په خپل عمل ډیرپښیمانه شی او سخته سزا به وویني.
د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد اسرایل او متحده ایالات تورن کړل چې د هیواد پراټومی تاسیساتو د پوځی حملی لپاره د نړیوال ملاتړچې روسیی یی په وړاندی سخت عکس العمل ښودلی، هڅه کوی.
روسیی خبرداری ورکړی چې دغسی یوه حمله به لویه تیروتنه وی.
د سپینی ماڼی ویاند وویل، واشنګټن تمه کوی چې د نړیوالی اټومی انرژۍ اداری دغه راپورهغه ادعاوی ثابتې کړی چې د ایران د چلند او د دی هیواد د نړیوالو مسوولیتونو د نه پرځای کولو په اړه مو تل پری تاکیدو کړی و.
روسیی او فرانسی پرایران د حملی په اړه په سیمه کې د بی ثباتی د عواقبو خبرداری ورکړی او جرمنی هم پرایران د سیاسی او ډیپلوماتیکو فشارونو د زیاتوالی غوښتنه کړی ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون یوځل بیا ټینګاروکړچې د هیواد اټومی پروګرام یی سوله ییز دی.
د اټومی انرژی نړیوالی اداری څو ځلی د ایران مسله د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندی کړی چې پردی هیود تراوسه څلورځلی بندیزونه لګولی دی.
خو تهران د یورانیمو د غنی کولو د بندولو لپاره د ملګروملتونو د اټومی انرژی د اداری له غوښتنو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی او دایی نده ثابته کړی چې اټومی پروګرام یی یواځی د انرژی دتولید لپاره دی.