هیلري کلنټن په واشنګټن کې د امریکا ږغ د فارسي څانګې په ځانګړي پروګرام (پرازیت) کې وویل، چې د امریکا دولت د ایران له ولس سره هیڅ مسله نه لري او د ایرانیانو د هیلو ملاتړ کوي:
(که،چېرې د ایران د رژیم په فکر کې تغیر راغلی وای او ویلي ېي وای، چې د خپلو ځوانانو استعدادونه ولې ځپو او پریږده، چې د ایران راتلونکې وغوړیږي، به موږ به په هره ممکنه لار مرسته ورسره کړې وای. )
هیلري کلنتن زیاته کړه، چې متحد ایالات د امکان تر حده هڅه کوي، چې په ایران کې پر بشري حقونو د تیري په اړه خبرې وشي او د هغو تیري کونکو نومونه واخیستل شي، چې پر ضد یې اسناد موجود دي:
(موږ ستاسې د رژیم د بدلیدو لیدل غواړو، موږ دا لیدل غواړو، چې ستاسې دولت د بشري حقونو او ستاسې د هیلو ملاتړ کونکې دی. هغه وخت به موږ به د اړیکو د ښه کېدو او د تیر وخت د هیرولو هڅه کړی وای. )
کلینټن د ایران په ضد د بندیزونو په اړه وویل:
(بندیزونه ضروري دي او موږ یې په داسې ډول عملي کول غواړو، چې د ایران په ولس د ستونزو د زیاتیدو سبب نه شي.)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې له امریکا ږغ سره په دې ځانګړې مرکه کې وویل، چې په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو د دسیسې په اړه قوی اسناد موجود دي.
میرمن کلنټن همدا راز په تهران کې د انټرنټ له لارې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره وکړه.
د دې په وینا ، د روان کال تر پایه به د ایران له ولس سره په قنسولي چارو او د معلوماتو ترلاسه کولو کې د مرستې په خاطر، د دوي سفارت د انټرنټ له لارې کار پیل کړي.