د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

ایران:وژنه او ترور د امریکایانو کار دی


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د یکشنبې په ورځ یوځل بیا په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر عادل الجبیر د وژنې لپاره په ناکامه دسیسه کې د ګډون په برخه کې د واشنګټن تورونه رد کړل او ټینګار یي وکړ چې وژنه او ترور د امریکایانو کار دی.

امریکا د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژنې لپاره جوړه شوې دسیسه یي شنډه کړې ده.

د ایران د دولتي ټلویزیون ویب پاڼې خبر ورکړی، چې د ایران ولسمشر د ښوونځیو د زده کوونکو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې د ایران د ده په وینا با فرهنګه خلک قتل او ترور نه کوي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم د شنبې په ورځ د واشنګټن دا تورونه پوچ او بې معنا وبلل.

له تېرې سې شنبې ورځې راهيسې چې امریکايي چارواکو تهران په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر په وژنه تورن کړی، ایراني چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

ایران د دې تورونو په وړاندې ځوابي تور لګوي او وايي، چې امریکا او اسراییل د ایران د دوو اټومي ساینس پوهانو په وژنه کې لاس لري.

په همدې حال کې سعودي عربستان د خپل سفیر عادل الجبیر د وژنې لپاره د ناکام پلان مسئله د ملګروملتونو امنیت شورا ته راجع کړې چې ښايي دا ګام به پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو باعث شي.

ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ وویل، امریکا به فشار راوړي چې په دې اړه پر تهران ډېر سخت بندیزونه ولګول شي.

عربي ژبې شرق الاوسط ورځپاڼې پرون (یکشنبې) راپور ورکړ، چې په ملګروملتونو کې د سعودي سفیر امنیت شورا ته په دې اړه رسماً خبر ورکړی.

امریکايي چارواکي وايي، د سعودي عربستان د سفیر د وژنې دسیسه د هغو دوو کسانو له خوا جوړه شوې وه، چې له ایران سره ارتباط لري او دوي غوښتل الجبیر د واشنګټن په یوه رستورانت کې په پلان شوې چاودنه کې ووژني.

د چارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعودالفیصل په ویانا کې وویل، چې د دې پلان مسوول ایران دی. ده څرګنده کړه چې ریاض به په دې اړه یو مناسب دریځ غوره کړي.

په وروستیو څو میاشتو کې، په داسې حال کې چې په عربي نړۍ کې روانو پاڅونونو په سیمه کې د قدرت توازن بدل کړی، د سعودي او ایران ترمینځ په اړیکو کې کړکېچ هم زیات شوی.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې سعودي چارواکو په غیرمستقیم ډول پر ایران تور ولګاوه چې په دې هېواد کې د سني او شیعیه اقلیت ترمینځ اختلافونو ته لمن وهي.
XS
SM
MD
LG