ولسمشر بارک اوباما پرون یوځل بیا په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژنې په ناکام پلان کې د ایران د لاس لرلو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل، دا عمل ښيي چې ایران تر کومې اندازې د نړیوالو منل شویو نورمونو له دایرې څخه بهر عمل کوي.
د ښاغلي اوباما په وینا، دا د ایران د هغو اقداماتو یوازې یوه بېلګه ده چې تاوتریخوالي ته لمن وهي او داسې کارونه کوي چې ساری یې په نورو هېوادونو کې نه لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر د هغه تورن یادونه وکړه چې د سعودي عربستان د سفیر د وژنې له پلان سره په تړاو نیول شوی او ویې ویل، داسې شواهد شته چې نوموړي ته د ایران په حکومت کې د ځانګړو کسانو له خوا لارښوونه شوې او پیسې ورکړل شوې وې، او زیاته یې کړه، امریکا تر څو چې د اتهام لپاره ټول اسناد او شواهد ونلري، هېڅکله داسې یوه دوسیه نه جوړوي.
ښاغلي اوباما چې د جنوبي کوریا له ولسمشر لي میونګ بک سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل، په دې اړه ټول حقایق له نړیوالې ټولنې او د امریکا له متحدانو سره شریک شوي دي او د ده په نظر د دې اسنادو له څېړنې وروسته به ټول په دې پوه شي چې خبره همغه وه چې امریکا کوله. اوباما زیاته کړه، امریکا به ایران ته د جزا ورکولو په برخه کې د هېڅ اقدام احتمال له پامه لیرې وغورځوي:
(زموږ بل ګام به جدي تحریمونه او د نړیوالې ټولنې هڅول وي څو دا خبره یقیني کړي چې ایران باید ورځ تر ورځې منزوي شي او د خپلو دې اقداماتو تاوان ورکړي.)
ښاغلي اوباما زیاته کړه، د ایران دا اقدام کوم نوی او خطرناک بدلون نه دی بلکې د دې هېواد د خطرناکو اعمالو او سپین سترګۍ دوام دی. د ده په وینا ایران په سیمه کې هم مثبت رول نه لوبوي او د عربي هېوادونو د تحولاتو په برخه کې هم له ریا ډک چلند کوي.
د ولسمشر اوباما له څرګندونو مخکې څو امریکايي سناتورانو هم د سنا د بانکدارۍ او کورجوړولو د کمیټو په استماعیه غونډو کې د بهرنیوچارو او خزانې وزارتونو چارواکو ته په خطاب کې د ایران پرضد د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.
سناتور ریچاردشلبي وویل، له دېرش کلنو اقتصادي بندیزونو او ددې بندیزونو له پراخېدو سره سره ایران لاهم له هغې ډلې هېوادونو څخه دی چې د امریکا او د امریکا د متحدینو ملي امنیت ته ترټولو سخت ګواښونه رامینځ ته کوي.
ښاغلي شلبي زیاته کړه، ایران د سیمې له استبدادي رژیمونو سره مرسته او په عراق او افغانستان کې د افراطي ډلو ملاتړ کوي.