په ایران کې د حکومت له خوا د صوفیانو د ځپلو په سلسله کې پرون د دې هېواد په جنوب غرب کې یو صوفي وژل شوی دی .
د ازادې اروپا راډیو د ایران څانګې د رپوټ په حواله، د وحید بناني، ابراهیم فضلي، علي کریمي او محمد سعدي په نوم د نعمت اللهي د طریقې څلور پلویان د دوشنبې په ورځ د ایران په فارس ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري وویشتل شول .
د صوفیانو د حقونو یوه مدافع وکیل فرشید اللهي د ازادې اروپا راډیو ته وویل، چې د ویشتل شوېو له ډلې څخه یو تن، وحید بناني د سې شنبې په ورځ مړ شو او پاتې درې کسان په ډير سخت وضعیت کې په روغتون کې بستر دي .
رپوټونه وايي، چې د تصوف دا پيروان په شخصي کالیو کې د امنیتي ځواکونو او بسیجیانو له خوا ویشتل شوي دي .
تردې مخکې د ایران په فارس ولایت کې د صوفیانو یوه ویاند د ازادې اروپا راډیو ته ویلي وو، چې د جمعې په ورځ په ملکي کالیو کې یوې ډلې چې په شیرازي بسیجیانو مشهور دي په سیمه کې د تصوف د پيروانو په کورونو او دکانونو حمله وکړه،دې کسانو کورونه تلاشي کړل او دوکانونو ته یې اور واچاوه .
هلته د تصوف د پيروانو یوې نږدې سرچینې د ازادې اروپا راډیو ته ویلي، چې د هغوي یو شمېر نیول شوي دي او لسګونه تنه نور یې د جمعې د ورځې په حمله کې زخمیان شوي دي .
په وروستیو کلونو کې ایراني مقاماتو د دې هېواد په مختلفو ښارونو لکه قم او اصفهان کې د صوفیانو خانقاګانې تخریب کړې دي.
دا کسان په ایران کې د درویش په نوم پيژندل کیږي او په دې باور دي چې د ایران حکومت په سیمه کې د دوي د شهرت د خپرېدو له امله دا فشارونه زیات کړي دي.
نعمت اللهي په ایران کې د تصوف عمده طریقه ګڼل کیږي، چې د رپوټونو پر اساس په ټول ایران کې یې د پيروانو شمېر دوو میلیونو کسانو ته رسیږي.