د هالنډ حکومت پرون وویل، چې د دولتي ویب پاڼو په (هک) کولو کې د ایران د حکومت د لاس درلودو د احتمال په اړه تحقیقات کوي.
د هالنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه چې په ایران او یا هم په هالنډ کې له میشتو ایراني چارواکو سره پر مسله خبرې شوي له څرګندونو ډډه وکړه.
هالنډ ویلي، چې د مسلې نور جزیات به د روانې اونۍ په ترڅ کې د هالنډ پارلمان ته په لیک کې واستوي .
د رویټر اژانس په حواله، د هالنډ د کورنیو چارو وزارت دا تایید کړه، چې حکومت د دولتي ویب پاڼو په (هک) کولو کې د ایران د لاس درلودو په اړه څيړنې کوي.
د هالنډ د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هالنډ له (اي ټي) کمپنۍ ( دیجي نوتار ) څخه د انټرنت د مصونیت په اړه د ځيني اسنادو تر دیجتلي غلا وروسته ښايي د دې هېواد دولتي ویب پاڼې نور مصونیت ونه لري .
د هالنډ په (هګ) ښار کې د ایران د سفارت مامورین په دې ارتباط خبرو ته نه دي حاضر شوي.
د ګوګل ویب پاڼې د اګسټ په ۲۹ د انټرنټي مصونیت په اړه په خپل بلاګ کې لیکلي وو، چې د خپلو مشترکینو پر پاڼو د انټرنټي حملو رپوټونه تر لاسه کړي دي او ډیر شکایتونه له ایران څخه ورته رسیدلي دي.
ګوګل وویل، چې حمله کونکي د هالنډ له (ای ټي) کمپنۍ (دیجي نوتار) څخه غلا شوي تقلبي کود کارولی دی .
(دیجي نوتار) تر دې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ، چې د دوي د امنیتي کودونو پر سیسټم د جولای د میاشتې په نیمايي کې حمله شوې وه او د یو شمېر ( دومینونو ) لپاره امنیتي کودونه یې غلا شوي دي.
د ایران او هالنډ ترمنځ روابط د روان کال په پيل کې د ایران له خوا د یوې هالنډۍ میرمنې تر اعدام وروسته خړ پړ شول.
د ایران حکومت یوه ایراني الاصله هالنډۍ میرمن د مخدرو موادو د قاچاق او په ایران کې د رژیم ضد مظاهرو کې د برخې اخیستلو په تور اعدام کړه.
دغه میرمن وروسته د هغې د کورنۍ له موجودیت څخه پرته خاورو ته وسپارل شوه.