د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

م.م:ایران به ډیر ژر اتومي وسلو ته لار ومومي


د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړېواله اداره وايي، په دې اړه ډیرې اندیښنې موجودې دي چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو لپاره تجربې ازمایلي په تیره د اتومي سروکو د جوړولو کار یې پیل کړی.

په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د ادارې له خوا خپور شو راغلي ایران د نتانز په اتومي تاسیساتو کې په اصطلاح د سنترفیوژونو دوهم نسل پیل کړی، څو خپله د اتومي سوند مواد په ډیره اندازه تولید کړي .

امریکايي مقامات وايي، د ملګرو ملتونو دا راپور د نړېوالې ټولنې اندیښې څرګندوي چې ګویا ایران د اتومي تکنالوژۍ د لرلو او د اتوم بم د جوړلو په فکر کې دی، خو دا ادعا هر کله د ایران له خوا رد شوې ده.

واشنګټن همدا شان ویلي، د ایران دا اقدامات ښیې چې ایران د نړېوالې ټولنې له خوا نورو فشارونو ته اړتیا لري، څو یې حکومت دې ته اړ شي چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي او د ملګرو ملتونو فیصلو ته غاړه کیږدي.

د متحد ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند ، تامي ویتور وايي د اتومي انرژۍ نړېواله اداره او نړېواله ټولنه د قم د اتومي تاسیساتو په اړه چې له مودو راهیسي ورباندې کار شوی ډیره سخته اندیښنه لري چې باید بې له تاخیره دا فعالیتونه بند شي .

د وال سټریت ژورنال په وینا د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې له کلونو راپه دې خوا ویلي چې ایران د اتومي وسلو د پراختیا لپاره په غیر مشروع توګه څیړنې کړي او د لری واټن ویشتونکو توغندېو ازمایښتونه یې پیل کړي چې د اتومي سروکو د انتقال قابلیت لري.
XS
SM
MD
LG