ایران د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړي چارواکي ته اجازه ورکړې ده څو د هغې سیمې څخه لیدنه وکړي چې د یورانیمو د غني کولو د پرمختللیو ماشینونو د انکشاف لپاره کارول کېږي .
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر علي اصغر سلطاني وویل ، تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د مشر د مرستیال هرمن نکایرتس له خوا د ایران د اتومي تاسیساتو کتنې دا ثابته کړه چې هیواد یې په خپل کې سل په سلو شفاف دی .
ایران ته د ملګرو ملتونو د اتومې امنیت او څارنې د ادارې د مشر نکایرتس پنځه ورځنی سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې خپلې هغه هڅې له سره پیل کړي چې غواړي د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو تر منخ خبرې بیا پیل شي .
لویدیځ هیوادونه ایران تورنوي چې له خپل اتومي پروګرام څخه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کار اخلي ، خو ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله يیز دی او هدف یې د انرژۍ تر لاسه کول دي.
څارونکي وايي که چیرې ایران وتوانیږي چې په لوړه فیصدۍ د یورانیمو د غني کولو ماشینونه او وسایل عصري کړي نو دا هیواد به وکولای شي چې د یورانیمو غني کول چټک کړي او و به کولای شي اټومې وسلې جوړې کړي.
یو اروپايي ډیپلومات د رویټرز خبري اژانس ته ویلي یو اړخیزه شفافیت او څرګندونه کافي نه ده ، زه به ډیر حیران شم که ایران په ناڅاپي توګه خپل سیاست کې بدلون راولي .
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ایران ته نکایرتس سفر تایید کړی خو په دې اړه یې ډیر جزیات نه دې ورکړ ي.
د روان کال په پیل کې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي وو، دوی د ۲۰۰۸ م کال راهیسي هڅه کوي چې په ایران کې د هغو ماشینونو او وسایلو د تولید سیمو ته ورشي چې د یورانیمو په غني کولو کې ترې کار اخیستل کېږي ، خو ایران په دې برخه کې ورسره همکاري نه کو ي.
اولي هینانن چې یو مهال یې د نکایرتس پر ځای کار کاوه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي مهمه دا ده چې کوم شیان لیدل شوي او ایا په اساسي موضوع خبرې شوې کنه ... دلته د لیدلو او له ورایه د ننداره کولو ترمنځ روښانه توپیر شته .
خو په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر سلطاني وايي نکایرتس د اتومي تاسیساتو د یو شمیر هغو مهمو برخو څخه لیدنه کړې چې دوی یې له کلونو د لیدو هڅه کوله .
ښاغلي سلطاني ویلي دا د ایران له خوا د خپل اتومي پروګرام د شفافیت د څرګندولو په برخه کې تر ټولو مهم ګام دی .