ایرانیان په ډېرې سختۍ په یوې مسلې په خپلو کی توافق کوي خو په یوه شي باندي زیات شمېر ایرانیان یو شان نظر لري او هغه دا چي دوي د مجاهدین خلق سازمان نه خوښوي.
دا چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تروریستي ډلو له لست څخه د مجاهدین خلق سازمان د لیري کولو خبرې پیل کړې او اروپایي اتحادیې په ۲۰۰۹ کال کی دغه سازمان له تور لیست څخه لیری کړی، په یقین سره چي د تهران د رژیم اعتراض به راپورته کړې.
په رژيم سربېره، د ایران زرغون غورځنګ هم ممکن ددغه کار پر ضد اعتراض وکړي او نه غواړي چي د تهران رژیم دوي له مجاهدین خلق سره د متحدانو په نامه یاد کړې او شهرت ته یي زیان ورسوي.
د زرغون غورځنګ غړیو دا خبرداری هم ورکړی چي د امریکا پدي عمل سره به د ایرانیانو په وړاندي د متحده ایالاتو اعتبار او حیثیت را ټیټ شي.
مجاهدین خلق سازمان په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسېزو کي په ایران کي ناوړه اعمال تر سره کړي او دغه راز یي د ایران – عراق په جګړې کي د عراق ملاتړ کړی و او زیات شمېر ایرانیان ورته د خائنانو په سترګه ګوري.
د ایران دمخالفانو یو غړی او د ایران د پارلمان پخوانی وکیل علی مزروعي وایي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا له تور لیست څخه د مجاهدین خلق سازمان په لیري کولو خلک ندي خوښ.
دی وایي:
“دي کار ته به خلک په منفی نظر وګوري. مجاهدین خلق ډله په ایران کي تر ټولو کرکجنه سیاسي ډله ده او دا ځکه چي د جګړې په ډېرو سختو شرایطو کي له دښمن سره یوځاي شوې وه ، د ایران پر خاورې یې حملې کولې او د ایران د ملت پر ضد یي جګړه کوله”.
مجاهدین خلق سازمان په ۱۹۶۵ میلادی کال کي جوړشو.
له جوړیدو سره سم یي د ایران د شاه پر ضد وسلې پورته کړې او په ۱۹۷۰ لسېزې کي یی یو شمېر امریکایي اتباع هم وژلې وو.
دي سازمان په لومړي سر کي دایران د ۱۹۷۹ کال اسلامی انقلاب ملاتړ وکړ خو کله چی د نوي اسلامي رژیم پر ضد یي پاڅون ناکامه شو، د سازمان غړي یي مخفي شول.
د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۷۹ کال کي مجاهدین خلق ډله د تررویستی سازمانو په لیست کي اعلان کړه او خلکو د امریکا دا عمل د ایران د جمهور ریس محمد خاتمې پر وړاندي د ښه نیت عمل باله. خو په ۲۰۰۳ کال کي د امریکا پر مشرۍ ایتلافي ځواکونو په عراق باندي د یرغل پر مهال د دې سازمان غړي په عراق کي محفوظ کړل او د جینوا د کنوانسیون پر اساس یي د مهاجرو له حقوقو څخه برخمن وګڼل.
د مجاهدین خلق شاوخوا ۳۰۰۰ کسان دا مهال په عراق کي د اشرف پنامه مهاجرو کمپ کي ژوند کوي.
که څه هم چي مجاهدین خلق سازمان د یوه متحد اپوزيسیون په توګه فعالیت کوي، خو زرغون غورځنګ ورسره ممکن په یوه مېز کښېناستو ته زړه ښه نکړې.
د زرغون غورځنګ یوه غړې آزادۍ راډیو سره په خبرو کي وویل، که چېرې له ده څخه د مجاهدین خلک د مشرانو مریم رجوي او مسعود رجوي او د ایران د رژیم د مشرانو تر منځ د انتخاب پوښتنه وشي، دی به موجود واکمن رژیم غوره کړي.