ایران نن د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي تهران په افغانستان او عراق کې وسله والو ته په پټه وسلې ورکوي.
فارس نیمه رسمي خبري آژانس د ایران د دفاع د وزیر احمدوحیدي له قوله راپور ورکړی چې وايي، امریکایان د ده په وینا، د دې ډول خندوونکو او تکراري درواغو په ویلو سره خپلې تېروتنې پټې کړي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي مقاماتو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسدران ځواک په افغانستان او عراق کې خپلو ارتباطي ډلو ته داسې ماینونه ورکوي چې ټاکلي اهداف له چاودنې سره سم د توغندي په څېر په نښه کوي.
امریکايي چارواکو همداراز ویلي چې ایرانیانو په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته اوږده واټن ویشتونکي توغندي ورکړي. دا توغندي طالبانو دا قدرت ورکوي چې له لیرې فاصلې څخه امریکايي او د نړیوال ائتلاف نور ځواکونه په نښه کړي.
خو یوه افغان امنیتي مقام هغه دا راپورونه چي د ایران سپاه پاسداران ځواک د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکوي ومنل. دغه چارواکي د خپل نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، په ایران کې جوړې شوې مرمۍ چې ایران، د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته ورکړي په هلمند، فراه او نیمرز ولایتونو کې د دوی لاس ته ورغلې دي.
مخکېنى راپور دلته اورېدلاى شئ