راپورونه وايي، چې ایراني پولیسو پرون په تهران کې د هغه مظاهره چیانو سره نښتې کړي دي، چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د تیرې دورې شحړیزو انتخاباتو د دیومې کلیزې په مناسبت راټول شوي وو .
دوه کاله مخکې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې محمود احمدي نژاد په کې د دویمې دورې لپاره ولسمشر اعلان شو د درغلیو ادعاوې راپورته شوې چې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې یې په دې هېواد کې را وپارولې .
د پرونیو مظاهرو یو ګډونوال د ازادۍ راډیو د فردا څانګې ته وویل، د اپوزیسون ډیرو ملاتړو د پولیسو تر څار لاندې لاریون وکړ .
نوموړي ویلي، چې ګڼ خلک لارو کوڅو ته رواتلې وو .
د اپوزیسون یوې ویب پاڼې ویلي پولیسو هڅه وکړه، چې په یوه سیمه کې مظاهره چیان خواره کړي، خو په دې اړه یې زیات جزییات نه دي ورکړي.
د اپوزیسون ملاتړي وايي، د مظاهرو پر مهال د اپوزیسون ګڼ ملاتړي نیول شوې دي او پولیسو دکانونو، تیاترونو او سینماګانو ته امر وکړ چې له وخته د مخه دې وتړل شي څو د زیاتو خلکو د راټولیدو مخه ونیول شي .
د ۲۰۰۹ کال د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې ولسمشر محمود احمدي نژاد په کې د دویمې دورې لپاره کاندید شو، د درغلیو ادعاوې هغه مهال هم د دې لامل شوې چې زرګونه خلک لارو او کوڅو ته راووځي .
هغه مهال دې مظاهرو میاشتې دوام وکړ او د حکومت له خوا سختې وځپل شوې.