ایت الله محمد تقي مصباح یزدي چې د ایران د ولسمشر پخوانی ملاتړی دی وايي احمدي نژاد غیرطبیعي کړنې کوي او باید وژغورل شي .
ښاغلي یزدی د ((تاسو )) په نوم یو اوونیزې ته ویلي د احمدي نژاد نژدې سلاکار اسفندیار رحیم مشايي د ایران ولسمشر د هیپنوتیزم یا کوډو او جاود په وسیله په خپل واک کې راوستی دی .
یزدي ویلي دې ډاډمن دی چې رحیم مشايي پر احمدي نژاد هیپنوتیزم کړی دی .
هیپنوتیزم یا میقناطیسې خوب د ارواپوهنې د علم یوه څانګه ده چې په اغېز یې یو کس د تلقین او هڅونې په وسیله له هوښیارۍ وځي او ورسته له هغې چې د مقابل لوري تر اغیز لاندې راشي، په ناخبره توګه خبرې پیلوي .
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي:
د مشايي سره د احمدي نژاد نژدې اړیکې او ددې اړیکو د پرې کولو څخه د نوموړي وروستي انکار د ایران د ولسمشر پر اوږو یو دروند پیټی وربار کړی دی .
ورځپاڼه د فارس د نیمه دولتي خبري اژانس په حواله وايي مشايي او ملګري یې هڅه کوي چې د ایران په حکومت کې د اخندانو اغېز کم کړي .
د اپریل په میاشت کې د مشايي ځینې نژدې کسان ونیول شول ، له دې ډلې یو هغه کس هم و چې د شیعه ګانو د مهدي د راتلو په اړه یې وړاندوینه کړې وه .
څېړونکې وايي د ایت الله یزدي له خوا تازه تور د دې څرګندوی دی چې د ایران په محافظه کاره حکومت کې تصمیم نیوونکې غواړي چې مشايي له خپلې دندې ليرې کړي او دا به یو داسې حرکت وي چې ولسمشر محمود احمدي نژاد به په جدي توګه محدود کړي .
پر احمدي نژاد نور انتقادونه هم شوې دي ، د ایران د پارلمان غړيو د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې احمدي نژاد به له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او غیرې قانونې اقداماتو لکه کبله پوښتنو ته راکش کړي .
د احمدي نژاد مخالفینو نوموړی له یو دیکتاتور سره تشبېه کړی دی او د ثبوت په توګه يې د نوموړي وروستیو پریکړو ته اشاره کړي .
د شنبې په ورځ ولسمشر احمدي نژاد د خپلې کابینې اته وزارتونه په یوبل کې مدغم کړل او د دې هېواد د نفتو د وزیر په شمول یې درې وزیران له دندو ليرې کړل.
واشینګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي:
په داسې حال کې چې د ولسمشر د واک پر حدونو بحثونه روان و اوس د ولسمشر د مهم مشاور رحیم مشايي په اړه هم انتقادونه رابرسېره شوې دي .
د نوموړي مخالفین وايي چې د مشايي پلانونو او طرحو د ایران اخندي رژیم ته جدي بدلونونه او خطر متوجه کړی دی .