متحدو ایالاتو ویلي، چې په ایران کې له ناوړه بشري وضعیت سره سره په دې هېواد کې د امیدوارۍ نښې لیدل کیږي او بلاخره د ډیموکراسۍ د پلویانو د محتاط ملاتړ په مټ د حکومت استبداد ختمیدلای شي.
په عین حال کې د اسوشیټید پریس اژانس لیکي، چې د ایران د اساسي قانون د څارنې څانګې د پارلمان له تایید پرته د وزارتونو د یوځای کولو لپاره د جمهور ریس محمود احمدي نژاد هڅې رد کړې .
د بشري حقونو یو شمېر مدافع ډلې او د ایران د حالاتو څارونکي په دې باور دي چې په وروستیو څو میاشتو کې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت په شدت خراب شوی دی .
د دوي په وینا د احمدي نژاد سخت دریځی رژیم په دې ډول غواړي چې په ایران کې عربي نړۍ ته د ورته پاڅون امکانات وځپي .
سره له دې چې په ایران کې د ژورنالیستانو ، بلاګرانو ، د بشري حقونو د فعالانو او محصلینو د ځپلو ، مجازاتولو او په ځيني مواردو کې په مرګ محکومولو لړۍ دوام لري ، دوو لوړ رتبه امریکايي مقاماتو ویلي چې تهران د بایللې جګړې د ګټلو هڅې کوي .
د بشري حقونو ، ډیموکراسۍ او کار لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال مایکل پوسنر پرون په واشنګټن کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د ختیځې ، مرکزي او جنوبې اسیا څانګې ته معلومات ورکړل:
(زه تاسې ته دقیق وخت نه شم څرګندولای یعنې نه شم کولای چې دا ووایم چې دا تغیر به په راتلونکو شپږو میاشتو کې راشي خو فکر کوم چې د امریکا هڅې په مجموع کې په ایران کې د بشري حقونو او ډیموکراسي پلویان پياوړي کوي. بیا نو تاسې د یوه غیرمترقبه تغیر د راتلو ګړۍ ته منتظر اوسی .)
پوسینر خبرداری ورکړ، چې باید دا نظریه د خوشباورۍ او ساده ګۍ ښکار نه شي، خو هغه پاڅونونه چې په منځني ختیځ او د افریقې په شمال کې یې رژیمونه بدل کړل په ایران کې هم یوه موقع برابره کړې ده:
(هغه څه چې په عربي نړۍ کې ولیدل شول د ایران په څير یوه حکومت ته ډيره د حیرانۍ خبره ده، هر څوک چې د عربي نړۍ وضعیت ته ګوري وايي چې ولې باید په ایران کې داسې ونه شي؟ او زما په نظر دا امریکا ته یوه موقع ورکوي .)
د نږدې ختیځ د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات مرستیال فیلو دیبل چې د سنا په ورته غونډه کې یې خبرې کولې وویل، سره له دې چې واشنګټن او متحدان یې پر ایران فشارونو ته دوام ورکوي خو دی فکر نه کوي چې د تهران رژیم به د مصر او تونس په څیر په اسانۍ ړنګ شي .
ده وویل ، د مصر او تونس رژیمونه هم په هغه څه خوشاله نه وو، چې هلته ترسره شول او خپل مقاومت یې وکړ . د ده په وینا د ایران رژیم چې په دې کې تجربه لري ښايي لا زیات مقاومت وکړي:
(موږ پر ایران د وضع شوېو بندیزونو سره سره تر اوسه د دې هېواد په ستراتیژیکو محاسبو کې څه تغیر نه وینو ، خو لاس ته راغلي شواهد داسې څرګندوي چې د ایران رژیم د پخوا په خلاف د متبادلو لارو پيدا کولو باندې غور کولو ته مجبور شوی دی .)
د امریکا د خزانې وزارت د تیر کال په جون کې د ایران پرهغو افرادو ، بانکونو، د انرژۍ پر صادرونکو او بارچلانۍ پر سترو کمپنیو چې له امریکا سره له راکړې ورکړې منع شوی دي د خپلو بندیزونو د پراخولو اعلان وکړ .
په عین حال کې د اسوشیتید پریس اژانس لیکي، چې ولسمشر محمود احمدي نژاد په وروستیو اونیو کې د دې هېواد له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنيي سره په لانجې کې راګیر دي .
داسې څرګندیږي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې په ایران کې د جمهوري ریاست او پارلماني انتخاباتو په درشل کې د قدرت د ویش په سر یو ډول مبارزه روانه ده.
اسوشیتید پریس لیکي ، ولسمشر محمود احمدي نژاد د دې هېواد د پارلمان له موافقې پرته د حکومت د تکشیل د را کمولو لپاره له ۸ وزارتونو څخه د څلورو وزارتونو جوړولو هڅه وکړه خو په مخ یې څپیړه وخوړه .
د ایران شورای نګهبان چې د قانون د عملي کېدو لپاره د حکومت د هڅو نظارت کوي دا اقدام رد کړ .
په ایران کې سخت دریځي مذهبي مشر ایت الله احمد جنتي چې د شورايي نګهبان مشر دی وویل، چې نوي وزارتونه باید د تایید لپاره د دې هېواد له پارلمان څخه رایه واخلي .