د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

رفعت:له شلو ډیر کاندیدان به له لېسته لری کړای شي چې ګټونکي بلل شوي وه


رفعت:موږ نن یا سبا د خپلو څیړنو ټولې پایلې د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارو
رفعت:موږ نن یا سبا د خپلو څیړنو ټولې پایلې د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارو

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د انتخاباتو کمیسیون ته به نن او یا هم سبا د انتخاباتي شکایتونو په اړه د خپلو څیړنو ټولې پایلې وسپاري.

له اوږده انتظار وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د خپلو څیړنو پایلې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ور سپاري چې له مخې به یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو اعلانولو ته لاره هواره شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړی احمد ضیا رفعت وايي، چې د دوي د څیړنو له مخې به د ولسي جرګې د انتخاباتو په اعلان شوېو لومړنیو پایلو کې یو لړ بدلونونه راشي.

احمد ضیا رفعت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د الف لومړیتوب د شکایتونو په اړه د دوي د څیړنو ټول راپور به د شنبې ترماښامه او یا د یکشنبې تر ورځې پورې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورسیږي.

نوموړي وویل، د دې څیړنو په نتیجه کې به د بېلابېلو ولایتونه له شلو ډیر هغه کاندیدان ناکام اعلان شي چې په لومړنیو پایلو کې وړونکي اعلان شوي و:

(په وروستیو پایلو کې به بدلون راشي، خو هغه څه چې همدا اوس درته ویلای شم، دا دی چې سبا ټاکل شوې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د یوه خبري کنفرانس له لارې د لومړنیو پایلو یو شمېر بریالي کاندیدان، چې تقلبي رایې ورته ځانګړې شوې وې او رایې یې د ټول ولایت په سطحه باطلې شوي دي، د هغوي نومونه به سبا اعلان کړي، دغه کاندیدان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي او له شل نه به ډیر کسان وي.)

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې دوي ته له رسېدلو شاوخوا شپږو زرو نه یې یوازې هغه دوه نیم زره څیړل شوي چې د انتخاباتو په نتایجو یې اغیز کولای شو.

ښاغلي رفعت وويل، د شکایتونو کمیسیون به د پاتې نورو شکایتونو څیړنه هم پیل کړی، خو هغه په دې کچه نه دي چې د انتخاباتو په پایلو دې کومه اغیزه ولري.

د انتخاباتي شکایتونو کیمسیون په داسې حال کې د مهمو شکایتونو په اړه خپلې څیړنې پای ته رسوي، چې تر دې وروستیو ورځو پورې په کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمېر کاندیدانو په تېرو انتخاباتو کې د شوېو درغلیو په اړه اعتراضي مظاهرو ته دوام ورکړ او ځیني ان د دویم ځلې انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

بل خوا انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم د شنبې په ورځ تایید کړه چې د شکایتونو د څیړنې د راپور یوه برخه ور رسېدلې ده.

دا د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به کله اعلانیږي، د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل:

(ډیر ژر به موږ وروستۍ پایلې اعلان کړو خو لومړی باید ددوي دا ټول تصامیم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راورسیږي ځکه هغه موږ په خپل سیسټم کې پلي کړو نو بیا وروسته موږ وایو چې څومره وخت ته اړتیا ده چې دغه پایلې به اعلان شي.)

د افغانستان د ولسي جرګې د وږدې د اوه ویشتمې نېټې د انتخاباتو د وروستیو پایلو اعلان په دغو انتخاباتو کې د شوېو درغلیو په اړه د پراخو شکایتونو له امله څو ځلې وځنډېده.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دغو انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلانولو په وخت وویل، چې یو میلیون او درې لکه رایې د درغلیو له امله باطلې اعلان شوي دي، البته د وروستیو څیړنو له امله د نورو رایو د باطلېدو ویره هم شته.
XS
SM
MD
LG