تېره اونۍ د نیو یارک ټایمز اونېزې په دې اړه چې ایراني چارواکو د ولسمشر کرزي د دفتر ریس عمر داودزي ته په پلاستیکي کڅوړو کې میلیونونه ډالر ورکړي یو راپور خپور کړ.
ولسمشر کرزي د دې راپور په تایید په تر لاسه کړو پیسو کې د اداري درغلیو خبره رده کړه او ویي ویل حکومت یې دا پیسې پر متفرقه لګښتونو او د خلکو سره پر مرستو لګولې دي .
د اونیزې په وینا په دې راپور کې یوازې د قضیې ظاهرې اړخ ته پام شوی او دا یوازې ولسمشر نه دی چې د ایران پیسې یې تر لاسه کړي بلکې له ایران څخه د پیسو تر لاسه کول د ولسمشر کرزي اخوا هم روان دي.
ایراني چارواکي په افغانستان کې د ایران د اجنډا د پر مخ بیولو لپاره په پرلپسې توګه افغان حکومتي چارواکو، سیاستوالو، مذهبي او قومي مشرانو ته پیسې ورکوي .
معلومه خبره ده چې ټول افغان چارواکي په دې خبره سترګې نه پټوي، دوو افغان چارواکو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي د نیوز ویک اونیزې ته ویلي د تېر کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا چې د امریکا له علاقمندانو څخه نه دی ایران ته تللی و، نوموړي هلته په شخصي خبرو کې خپل ایراني سیال ته ویلي و، هغه اوږده ټیکري یې خوښېږي چې ایرانۍ ښځې یې پر سروي.
کله چې نوموړي له ایران څخه بېرته ستنیده نو ایراني چارواکو یوه ډالۍ ورکړه او ورته یې وویل چې، په دې کې مو د میرمنې لپاره د ډالۍ په توګه یو ټیکرۍ دی .
کله چې سپنتا او میرمنې یې ډالۍ پرانیسته ګورې چې څادر د ۵۰۰۰۰ ډالرو نویو بانک نوټونو څخه تاو شوی دی . د نیوز ویک په وینا سپنتا زر تر زره ولسمشر کرزی په دې حال خبر کړ او د پیسو د مستردولو وړاندیز یې وکړ .
خو ولسمشر کرزي سپنتا ته وویل چې پر پیسو دې خوله پټه کړي، د بهرنیو چارو په وزارت کې دې یې ولګوي او ایران ته دې بېرته ځکه نه سپاري چې د ایرانیو د غوسې سبب نه شي .
کله چې د نیوز ویک اونېزې د دې مسلې په اړه له ښاغلي سپنتا سره اړیکې ونیوې سپنتا له ایران څخه د دې پیسو تر لاسه کول تایید کړل او و یې ویل چې دا پیسې یې د مالیې د وزارت له لارې د حکومت بودیجې ته سپارلي دي .
د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر ویلي ولسمشر او سپنتا په دې اړه سلا شول چې پیسې دې د مالیې وزارت ته وسپارل شي او دا پیسې د هېچا په شخصي ګټه نه دې لګیدلي .
د افغانستان د کابینې یو پخواني وزیر ویلي تقریبا د افغان او ایرانیو چارواکو ټول ملاقاتونه د پیسو د کڅوړو په سپارلو پای ته رسیدلې دي .
د نیوز ویک اونیزه لیکي :
تهران د د تاجکو او هزاروو د مشخصو قومي ډلو د یو شمېر بانفوذو سیاستوالو سره تر پیسو ور اخوا د ډېرو پخو او ژورو مناسباتو تخم کرلی دی .
ایران په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو پر ضد د جګړې پر مهال د شمال ټلوالې چې تر ډېره له تاجکو او هزاروو ډلو څخه جوړه وه کلک ملاتړ کاوه . او اوس هم ایران د ولسمشر د دوېم مرستیال کریم خلیلي په ګډون د شمال ټلوالې له پخوانیو قومندانانو سره اړیکې لري .
د نیوزویک اونیزه وايي د ولسمشر کرزي پښتانه اطرفیان تر ډېره د امریکا پلوي کوي، د ولسمشر کرزي د کابینې د یو پخواني وزیر په ګډون د چارو کارپوهان وايي، دا مهال د ولسمشر کرزي کابینه په دوو برخو ویشلې ده:
د ایران پلویان چې د ولسمشر د دوېم مرستیال کریم خليلي له خوا یې ملاتړ کېږي او د امریکا پلویان چې د مالیې وزیر عمر زاخلیوال یې مشري کوي، خو اونیزه زیاتوي د ایران پلویان په دې منځ کې لاس بري ښکاري .