د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

ايران پر خپل اټومي پروګرام خبرو ته تمايل ښوولى


مېرمن کاټرين اشټون وايي، د ايران له لوري يې يو ليک ترلاسه کړى او د ايران له مذاکره کوونکي سره په تماس کې ده
مېرمن کاټرين اشټون وايي، د ايران له لوري يې يو ليک ترلاسه کړى او د ايران له مذاکره کوونکي سره په تماس کې ده
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې مېرمن کاټرين اشټون د بلجيم په مرکز برسلز کې د اروپايي ټولنې د سرمشريزې په پيل کې خبريالانو ته وويل، د ايران له لوري يې يو ليک ترلاسه کړى او د ايران له مذاکره کوونکي سره په تماس کې ده چې د خبرو اترو د دقيق ځاى او وخت په اړه دوه اړخيزه موافقه رامنځته شي:

”نن سهار مې د ايران د سفير له طريقه د ايران د مذاکره جې ډاکټر سعيد يو ليک ترلاسه کړ، دا چې له نوموړي سره په تماس کې يم، هغه د دې کار ستاينه کړې.

نوموړي تياري ښوولې چې د نومبر تر لسمې وروسته به خبرې اترې وشي، د وخت او ځاى په اړه به تر دې نېټې وروسته پرېکړه وشي.“

ايران وروسته تر هغه په دې برخه کې خپل دريځ څرګندوي، چې اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ پر ايران د وروستيو قانوني بنديزونو د تصويب مساله ياده کړه، په دې توګه به د ايران د تېلو او ګازو کمپنۍ، دغه راز بانکونه او نور تاسيسات په نښه شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره کاټرين اشتون د امنيت شورا د دايمي غړو يا پنځه جمع يو (٥+١) هېوادونو په استازيتوب دغه خبرې کوي.

په دغو هېوادونو کې بريتانيا، جېن، فرانسه، روسيه، امريکا او جرمني شامل دي.

د روانې مياشتې په پيل کې مېرمن اشټون د اتريش په مرکز ويانا کې د خبرو اترو وړانديز وکړ، چې بايد د نومبر پر پنځلسمه پيل او تر اوولمسې دوام وکړي.

هغه وخت د ايران له لوري د خبرو اترو منځګړي سعيد جليلي د ځاى او وخت پر مسالې موافقه ونه کړه، خو اشټون وويل:

”موږ اوس له ايران سره په تماس کې يو، چې د ځاى او وخت په اړه خپله موافقه څرګنده کړي.“

د بلجيم د مرکز برسلز په دې سرمشريزه کې ډيپلوماتانو وويل، په دغو خبرو اترو کې به اشټون او جليلي مخامخ سره وږغېږي، چې د پنځه جمع يو هېوادونو تخنيکي ماهرين او چارواکي به هم په کې ونډه لري.

کاټرين اشټون په دې برخه کې خوشبيني څرګنده کړه:

”زما په نظر موږ ډېر د پام وړ پرمختګ کړى، موږ له نن سهار له ايراني چارواکو سره په تماس کې يو، د امکان تر حده به ژر معلومات راکړي، چې دغه خبرې کله او چېرې وکړو.“

ايران تل ټينګار کوي، چې اټومي پروګرام يې سوله ييز اهداف لري، خو لوېديځ هېوادونه وېره لري چې ښايي ايران به له دغه پروګرام څخه د اټومي وسلو په جوړولو کې استفاده کوي.

پنځه جمع يو هېوادونه غواړي په دغو خبرو کې يوازې د ايران پر اټومي پروګرام تمرکز وکړي، خو ايران ټينګار کوي چې بايد د سيمه ييز امنيت، ثبات پر مسئلې او د اسرائيلو د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي.

خو د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان وايي اشټون ټينګار کړى، چې دغه غونډه بايد تر ډېره د ايران پر اټومي پروګرام تمرکز وکړي.
XS
SM
MD
LG