د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

نیویارک ټایمز:امریکا پرایران د نوېوسختو معاملو په اړه تیاری کوي

د طرحې په اساس به د تهران نژدې دوه زره کیلوګرامه په ټیټه سطح غني شوي یورانیم چې د ایران څه باندې دوه په دریمې برخې یورانیم جوړوې له هېواده بهر د غني کولو لپاره لیږل کېدل، خو تېرکال په ویانا کې دا شوي معامله د تهران له خوا په شدت رد شوه.

متحده ایالات او اروپایي ملګري یې د ایران د اتومي پروګرام په اړوندو د نوېو، لا ټینګو او سختو معاملو تیاری کوي، دا خبره په امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمزکې راغلی ده.

د طرحې په اساس به د تهران نژدې دوه زره کیلوګرامه په ټیټه سطح غني شوي یورانیم چې د ایران څه باندې دوه په دریمې برخې یورانیم جوړوې له هېواده بهر د غني کولو لپاره لیږل کېدل، خو تېرکال په ویانا کې دا شوي معامله د تهران له خوا په شدت رد شوه.

د ایران له خوا د تېر کال په ترڅ کې د یورانیمو د تولید ډیرېدو د متحد ایالاتو اندېښنه راپارولې چې ممکنه ده دومره یورانیم ولري چې یو اتوم بم جوړ کاندي.

دا خبره د نیویارک ټایمز د ویب سایټ په یوه مضمون کې د چارواکو په حواله خپره شوې، یو لوړ رتبه امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي لومړی به وکتل شي چې ایران لا هم دې ته تیار دی چې د خبرو اترو په اړه فکر وکړي او که څنګه ؟

دې چارواکې چې نوم یې نه دی ذکر شوی نیویارک تایمز ته ویلي موږ مجبور یو څو ایران په دې قانع کړو چې که دوې مخته ګام وانخلي یعنې د یورانیمو له غني کولو لاس وانخلي نو ژوند به ښه نه بلکه ډیر به خراب شي.

یو بل لوړ رتبه امریکایي چارواکي او د متحد ایالاتو اروپایې ملګرو ویلي دوې پر یوه نوي وړاندیز سلا شوي چې ایران ته به یې وړاندې کړي.

خو د اروپايي اتحاديي د بهرني پالیسي د مشرې کترین هشدن دې غوښتنې ته چې د نوامبر په نیمایي کې د نړۍ له لوېو قدرتونو سره دې ایرن خبرو اترو وکړي، تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت کوم ځواب نه دی وړاندې کړې.

بله خوا بریتانوي تایمز ورځپاڼه لیکي، د متحد ایالاتو ډیر چارواکي نوېو مشوقاتو ته د شک په سترګه ګوري او داسې ښکاري
چې کوم اثر به ونه لري خو دوي به د ولسشمر اوباما دې ژمنې ته دوام ورکړي چې ویلي وو که ان پر ایران د اتومي پروګرام پرسر فشارونه او بندیزونه زور هم واخلي نو خبرې به دوام لري.

ایران څه موده مخکې داسې نښې څرګندې کړي چې ګواکې دا هېواد چې تېر کال یې په ویانا کې له فرانسې، روسیې، متحد ایالاتو او د ملګرو ملتونو د اتومي څارنې له ادارې سره مشورې له ناکامۍ سره مخامې شوی بیا به خبرو ته کیني.

د لومرني طرحې له مخې چې د نړېوالی اتومي انرژۍ د ادارې په منځګړیتوب شوې وه، ایران به شاو خوا دولس سوه کیلو ګرامه په ټیټه سطح غني شوي یورانیم روسیې او فرانسې ته لیږي، چې د ایران له خوا رد شوه.

وروسته بیا د مې په میاشت کې د ترکیې او برازیل په منځګړیتوب له ایران سره خبرې وشوې خو له دې خبرو څه کم یوه میاشت وروسته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر تهران نوې بندیزونه ولګول شول، بیا لویدیځ دې خبرو ته چندان دل چسپي ونه ښوده،ډیرو هېوادونو د ملګرو ملتونو د نویو بندیزونو ورسته خپله نور یو اړخیز بندیزونه هم پر ایران وضع کړل.
XS
SM
MD
LG