د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

ایران د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي


د ایران او افغانستان بیرغونه
د ایران او افغانستان بیرغونه

ایران د افغانستان په ارتباط د نړیوال کنفرانس مساله د پاکستان او هند د چارواکو په ګډون د سیمې له یو شمیر هیوادو سره څېړلې ده. ایران د افغانستان له ګاونډیو هیوادو سره سلامشورې پیل کړې دي څو له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته افراطي ډلې سیمه بې ثباته نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد علي فتح اللهي وویل، هیواد یې غواړي چې په تهران کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او دا کنفرانس به د کابل د نړیوال کنفرانس په تعقیب بل ګام وي چې په سیمه کې د سولې د تامینولو لپاره اخیستل کیږي.

که چیرته په ایران کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي نو غالبا به د امریکا استازی په دې غونډه کې برخه وانخلي. امریکا چې په افغانستان کې تر بل هرهیواد ډیر پوځیان لري او ډیرې مرستې یې کړې دي که یې استازی د افغانستان په اړه په یوې نړیوالې غونډې کې نه وي، دا غونډه به څومره موثریت ولري. د ایران د چارو کارپوه او ژورنالست عیسی ستانکزی وایي:
« دا خبره پر ځای ده چې د افغانستان په مساله کې ګاونډي هیوادونه نقش لري خو دا موضوع د لویدیځ له پراخ نقشه پرته نه شي هواریدای»

د امریکایۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز په وینا ایران له نوي ډیلي، اسلام اباد او دوشنبې سره د افغانستان د راتلونکې په اړه په وروستیو اونیو کې جدي خبرې کړې دي. دا هڅې په دې پسې زیاتې شوې دي چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ګاونډیو هیوادو کې دې ته اندیښنې زیاتې شوې دي چې له طالبانو سره روغه ښایي دې ته زمینه برابره کړي چې طالبان بیا په کابل کې سیاسي واکمنان شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال فتح اللهی وویل، چې له تاجکستان، پاکستان او هند سره یې د افغانستان په اړه تیره اونۍ خبرې وکړې.

هند له ایران سره د افغانستان په اړه شوې خبرې تایید کړې او څرګنده یې کړه چې په دې خبرو کې د دوی د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کریشنا او د هند د ملي امنیت سلاکار شیف شینکر مینون برخه اخیسته وه.

فتح اللهي وایي، د ایران حکومت په دې باور دی چې د افغانستان په برخه کې په هرې پریکړې کې پاکستان مهمه ونډه لرلای شي. نوموړي د ولسمشر کرزي د حکومت ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د افغانستان پر حکومت باید اعتماد وشي او د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه شي هواریدای.
ډاکټر عیسی ستانکزی وایي، ایران په اوسنیو شرایطو کې ډیر په انزوا کې دی، له بندیزونو سره مخامخ دی، نو د افغانستان د ستونزې د هواري د هڅو په وړاندې غواړي چې د خپل اتومي پروګرام په برخه کې له لویدیځه امتیازات ترلاسه کړي، خو له دې سره سره د افغانستان په برخه کې هر وخت دوګونی سیاست پر مخ وړي:
« ایران ظاهرا د افغانستان په اړه د ملګرتیا سیاست پر مخ وړي خو د پردې تر شا دا خبره افشاء شوې ده چې ایران له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره مرستې او همکاري کوي . د افغانستان سیاست د ایران دننه سپاه پاسداران انقلاب پر مخ وړي چې دغه ډلې مثبت سیاست نه لري خو د ایران سیاسي مشران بیا ظاهرا غواړي چې دغه خبره پټه کړي»
ډاکټر عیسی زیاتوي چې ایران له پاکستان سره د افغانستان پر سر یو ډول سیالي لري او غواړي چې په افغانستان کې تر اسلام اباده د تهران نفوذ زیات وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وینا د افغانستان د غونډې په اړه د ایران وړاندیز ته محتاطانه ځواب ویلی دی. ورځپاڼه د دې مسوول خبره رااخلي چې وایي، ایران مخکې هم په دې مسالې کې پر خپلو ګټو تمرکز کړی دی.

هند بیا د افغانستان په راتلونکې کې له روسیې سره خبره مطرح کړې ده، نوی ډیلی اندیښنه لري چې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو سره به افراطیان واکمنان شي چې له دې سره به سیمه بې ثباته شي او د پاکستان نفوذ به پراخ شي.
XS
SM
MD
LG