د ایران حکومت د وریښمو د نوې لارې د جوړولو لپاره د ترانسپورت په برخه کې د لویدیځ په ملاتړ وړاندې شوې پیشنهاد د تهران د اټومي پروګرام پر سر له غرب سره د شخړې له امله نه دې لاسلیک کړی .
ددې پر ځای بیا ایران له ګاونډیو هیوادونو سره د یو لړ موافقو له مخې د سرکونو او لارو د جوړولو پروژې برابرې کړي دي.
د ایران ددغه تازه پلان پر اساس دې هیواد د فارس خلیج ، کسپین سمندر او ګیلان ولایت په امتداد د یوه سرک چې له روسې سره نښلول کیږي ،پروژه ډیزاین کړې ده.
د ایران د ولسمشر مرستیال په دې وروستیو کې په دې اړه وویل :
ددغو پروژو هدف د ایران د سرکونو د کیفیت او معیار ښه کول دي څو له دې لارې مواد انتقال شي او د اروپا او چین تر منځ د ترانزیت وخت چې د سمندر له لارې دوه میاشتې دی، یولسو ورځو ته راکم شي.
د ایران لخوا پلان شوی د شمال جنوب په نامه دا سرک پر یو شمیر نورو پروژو پورې تړلی دی.
په دې برخه کې به ایران د سرک او ریل د پټلۍ له لارې د افغانستان له هرات ولایت او بیا له تاجکستان سره نښلول کیږي.
د ابریښمو د لارې او د مرکزي اسیا او قفقاز د چارو د مطالعاتو د مرکز څیړونکی سوانت کورنیل وايي د ایران یو شمیر پروژې په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ روانو بنسټیزو پروژو سره موازي دي.
نوموړی وايي د مثال په توګه ایران د افغانستان له هرات ولایت سره د اوږود سرک پر جوړولو تمرکز کوي په داسې حال کې چې ددې پروژې چې وروسته بیا کندهار ولایت پورې رسیږي ستر مرستندویان د امریکا نړیواله پراختیايي اداره، سعودي عربستان ، او جاپان دي.
ښاغلې کورنیل وايي:
(( ایران د افغانستان او تاجکستان سره په پولو کې په مختلفو پروژو کې دخیل دی.په تصادفي ډول دغه پروژې له هغو پرژو سره چې متحده ایالات يې غواړي عملي کړي، موازي دي خو دواړه هیوادونه په دې لړ کې هیڅکله هم په تماس کې شوي نه دي.))
نوموړی وايي که په دې برخه کې کومه ستراتیژي موجوده وي نو هغه دا ده چې ایران غواړي له افغانستان او مرکزي اسیا سره وصل شي او ددغو دواړو هیوادونو هغه سیمې چې اوسیدونکې يې فارسي ژبې دي سره راجلب کړي.
د سنګاپور د انرژۍ د ملي انسټیوټ مشر هومان پیماني وايي :
ایران غواړي چې د اروپا او اسیا تر منځ د سوداګرۍ د لارې په منځ کې ځای ولري.
ښاغلی پیماني وايي:
((له دغو پروژو څخه د ایران هدف دادی چې دا هیواد غواړي یقیني شي چې د اسیا له لارې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د ترانزیتي لارې بڼه غوره کوي.
په خاصه توګه د ترکې او قفقاز له لارې .ایران د خپلو سرکونو د کیفیت د ښه کولو لپاره کافي ګامونه اخستي دي ددغه هیواد په شمالي برخه کې د سرکونو د ښه کولو او جوړولو په خاطر لوې پروژې پیل عملي شوي دي ،نوې لوې لارې جوړې شوي دي ،او دغه راز ایران د خپل ریل د شبکې د ښه کولو لپاره هم زیاتې پیسې لګولي دي))
د ایران دغه پروژې د امریکا او لویدیځ له هغو هڅو سره په ټکر کې دي چې غواړي په اقتصادي توګه دا هیواد کمزورۍ کړي څو د یورانیمو غني کول ودروي.
د سنګاپور د انرژۍ د ملي انسټیوټ مشر هامون وايي: بندیزونه او له متحده ایالاتو سره دښمني د ایران ددې غوښتنې مخه نشي نیولې چې غواړي د ابریښمو د نوې لارې په منځ کې واقع شي.
دغه راز د قفقاز اود مرکزي اسیا د ابریښمو د څیړولو د مطالعاتو د مرکز د پروګرام مسول نیکولاس سوانتستروم وايي:پر ایران باندې د لویدیځ بندیزونه به لا نور چینايي ،روسې او هندې پانګه وال او سوداګر د ایران لور ته جلب کړي.