د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ايا امريکا د سپين بولدک د سرحدي لېوا پر قوماندان باور کولاى شي؟


٣٣کلن جنرال عبدالرازق چې د نشه يي موادو په کارو بار تورن دى، هڅه کوي د خپلو امريکايي مېلمنو ښه هرکلى وکړي. نوموړى د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو قوماندان دى، چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمه ده.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې په دې اړه يو مطلب خپور کړى، چې دلته لڼديز لولئ:

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل د مرستې په برخه کې د څېړنې لپاره په دې وروستيو کې دې ولسوالۍ ته لاړ، د څلورمې سرحدي لوا قوماندان جنرال عبدالرازق د درې نيم سوه عسکرو قوماندان دى، چې د سپين بولدک مطلق پاچا ګڼل کېږي، دا سيمه پاکستان ته د ورتلو دويمه مهمه لار ده.

امريکايي پوځيان د عبدالرازق مرستې ته ضرورت لري، څو د مليونونو ډالرو په مرسته يو پلان عملي کړي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته يوه عمومي لاره جوړه شي او په دې توګه د ناټو د اکمالاتي موټرو تګ راتګ ته زمينه برابره شي.

کنه، متحدين به هڅه وکړي چې د خپلې اړتيا وړ غذايي مواد او تېل کندهار ته په راروان دوبي کې انتقال کړي. ټاکل شوې په دې ولايت کې ستر پوځي عمليات پيل شي، جنرال مک کرسټل هيله من دى چې د جګړې لورى به بدل شي.
يوه معمى دا ده چې پر يوه داسې سيمه ييز غښتلي سړي باور کېږي چې فکر کېږي د ثبات په برخه کې هڅه کولاى شي او د سخت دريځۍ په ځپلو سره ښې حکومتدارۍ ته لار اوارولاى شي.

فايننشل ټايمز زياتوي، دا معمى په کندهار کې توده ده، امريکايي چارواکي وايي هغه پوځي عمليات چې تېره مياشت د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې پيل شول، په کندهار کې د ورته پوځي عملياتو لپاره يو پيل و، چې په دې توګه وسلوال طالبان وځپل شي او د طالبانو د ظهور سيمه او د افغانستان په جنوب کې دغه اقتصادي مرکز، يعنې کندهار خوندي شي.

په مارجې کې ناټو ځواکونه له ورته ستونزې سره مخامخ شول، دې ولسوالۍ ته عبدالظاهر، تر پوځي عملياتو وروسته د ولسوال په توګه وټاکل شو او ويل کېږي په جرمني کې جرمي سابقه لري، خو په خپله ظاهر دغه تورونه رد کړي دي.

وسلوالو طالبانو د افغانستان په دې دويم لوى ښار کې جګړه پيل کړې، چې سيمې له دولتي ځواکونو ونيسي، دا يې يو ستراتيژيک مرکز دى او غواړي په کې واکمن واوسي. خو ناټو ځواکونه په دې باور دي چې دلته به له کومې مهمې جګړې سره مخامخ نه شي.

د عبدالرازق ولسوالي، سپين بولدک د افغانستان په جنوب کې د ناټو لپاره تر ټولو خوندي سيمه ده، نوموړى په سيمه ييزو خلکو کې ډېر مشهوره دى، خو غربي چارواکي پر دۀ شک لري چې ښايي د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس ولري.

د فايننشل ټايمز په حواله، د هغه مخالفينو نوموړى تورن کړى، چې د خپلو پوليسو او د اڅکزي قبيلې په مرسته يې د ولسمشر حامد کرزي په ګټه په تېرو انتخاباتو کې زياتې درغلۍ کړي. څېړونکي وايي، ښاغلي رازق خپله سياله قبيله نورزي طالبانو ته ورټېل وهلي دي.

رازق دغه تورونه رد کړي، او ويلي يې دي، عسکرو يې په تېرو مياشتو کې د سرحدي سيمو امن ټينګ کړى، نوموړي ويل:

”ځينو ورځپاڼو زه په اداري فساد او د نشه يي موادو په کار و بار تورن کړى يم، دا خبرې زما دښمنانو کړي، دوى غواړي ما او حکومت بدنامه کړي“

لکه څنګه چې د هلمند والي په خپلو کارونو د غربي چارواکو احساسات راوپارول، د هغه برعکس، په کندهار کې امريکايي چارواکي د احمد ولي کرزي په اړه اندېښنه لري، چې د ولسمشر حامد کرزي ورور دى او د جنوب په پاچا مشهور دى، چې د ورځپاڼې په حواله، نوموړى د اصلاحاتو مرسته نه کوي.

يوه عالي رتبه امريکايي چارواکي وويل، موږ چې د سياسي ابتکار له لارې هره هڅه کوو، احمد ولي کرزى يې په وړاندې خنډ ايجادوي.

د احمد ولي کرزي منتقدين وايي، دى د کندهار د ولايتي شورا له مشرۍ يوازې د خپلې قبيلې يعنې پوپلزيو په ګټه کار اخلي او نورې وړې قبيلې يې له ځانه خوابدې کړې دي.

احمد ولي کرزي دغه انتقادونه رد کړي او ويلي يې دي، له خپل نفوذ څخه يې د کندهار د باثباته کولو لپاره استفاده کړې ده.
XS
SM
MD
LG