د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

وردک: د پوهنې د پراختیا لپاره باید د ترکیې له تجربو زده کړو


وردک: د پوهنې په برخه كې د خلكو د مشاركت ډېره ګټوره ده
وردک: د پوهنې په برخه كې د خلكو د مشاركت ډېره ګټوره ده

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د افغانستان، پاكستان او تركيې په درې ارړخيزه غونډه كې يې د افغانستان د پوهنې لپاره ښې لاسته راوړنې درلودلې. د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر فاروق چې اوس، اوس له دغې غونډې څخه راستون شوى دى ويلي، چې په افغانستان كې يې د پوهنيز سيستم د پياوړي كولو په هدف يو شپږ ماده يزه اعلاميه لاسليك كړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر فاروق وردګ چې اوس، اوس د افغانستان، پاكستان او تركيې له درې ارړخيزې غونډې راستون شوى دى وايي، چې د افغانستان د پوهنې د سيستم د پياوړي كولو په هدف يې يوه اعلاميه لاسليك كړې ده.

ښاغلي وردګ چې د شنبې په ورځ يې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل، چې د بې سوادۍ ختمول، د فراغت او استخدام تر منځ د فاصلې رالنډول، د ښوونې په مركزونو كې د نارينه او ښځو يو شان ګډون او په ديني مدرسو كې د مثبتو بدلونونو راوستل دا هغه موضاعات دي، چې افغانستان به د تركيې د تجربو له مخې په دغه برخه كې كوټلي ګامونه پورته كړي:

"د اعلاميې مهم ټكي څه ول؟ تركيې په شپږو برخو كې مثالي پرمختګ كړى دى، لومړى د فراغت او استخدام تر منځ فاصله يې لنډه كړې، چې موږ څنګه كولاى شو له دغو تجربو څخه استفاده وكړواو دوهم د ښځو په وړاندې تعصب يې ډېر كم كړى دى، چې په ټولو زرو ديني مدرسو كې په سلو كې پينځوس زده كوونكي ښځې دي."

د افغانستان، پاكستان او تركيې ولسمشرانو د جنوري د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د درېواوړو هيوادونو په څلورمې سيميزې غونډه كې ګډون كړى و، چې د افغانستان د پوهنې د سيستم د پياوړې كيدلو موضوع د خبرو، اترو د اجنډا يوه برخه وه.

د افغانستان د پوهنې وزير وويل، چې د تركيې د پوهنې د سيستم د برياليتوب يو مهم ټكى دا دى، چې د دغه هېواد خلك او سوداګر د پوهنې د سيستم د پياوړي كېدلو په برخه كې مرسته كوي، چې له دغې تجربې څخه په افغانستان كې هم ښه استفاده كيدلاى شي:

"د هغو خلكو د برياليتوب يو راز درته ووايم، په تركيه كې چې د يو چا پانګه له يو مليونو ډالرو څخه زياتيږي، د خير يو كار ته ملا تړي، تر ډېره د پوهنې برخې ته پام كوي چې خداى وكړي موږ يې ترې زده كړو.

موږ په افغانستان كې ښايي له پنځوس زرو زيات داسې كسان ولرو، كه دغه كسان په خپلو سيمو كې يو، يو ښوونځى واخلي او ګټه يې هم موږ ته رانه كړي نو دا به ډېر لوى كار وي، يعنې هغه څه چې غواړم تاسې ته يې ووايم د پوهنې په برخه كې د خلكو د مشاركت موضوع ده."

په داسې حال كې چې تركيه د افغان محصلانو لپاره هر كال څلوېښت تحصيلي بورسونه برابروي د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې په نوي تفاهم ليك كې له دغه هېواد څخه غوښتل شوي، چې هر كال تر ۲۰۰ پورې تحصلي بورسونه د افغان محصلانو لپاره ځانګړي كړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال كې د پوهنې د سيستم د پياوړي كولو خبره كوي، چې د راپورنو له مخې دا مهال له يولس مليونو څخه زيات افغانان د سواد له نعمت څخه محروم دي او د امنيتي ستونزو له امله د افغانستان په جنوب كې ۴۵۰ ښوونځي د زده كوونكو پر مخ تړل شوي دي.

ويل شوي چې د امنيتي ستونزو تر څنګ اقصادي ستونزې هم د ماشومانو ښوونځي ته د تګ مخه نيسي، چې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دې برخې ته به هم جدي پام واړوي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG