ولسمشر محموداحمدي نژاد وايي د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ له ادارې سره د ایران همکاري د دې هېواد د اټومي پروګرام په برخه کې هېڅ راز شک نه پرېږدي.
د ایران ولسمشر دا وینا وروسته له هغه وکړه چې د ملګروملتونو د اټومی انرژی د نړیوالی اداری مشر محمد البرادعی پرون د ایران د وروستي اقدام ستاینه وکړه، ویی ویل، دی داسی نښی وینی چی ایران له نړیوالی ټولنی سره د خپلې اټومی لانجی د حل په برخه کې همکاري کوي او شفافیت يې زیات کړی:
(موږ د ایران له لوري څخه شفافیت غواړي. موږ د نړیوالې ټولنې له خوا هم د همکارۍ غوښتنه کوو، نو ځکه زه وینم چې موږ په یوه حساس حالت کې یو. موږ وینو چې موږ له مقابلې څخه د شفافیت او همکارۍ خوا ته ور روان یو.)
نوموړي داڅرګندونی پرون په تهران کې وروسته له هغه وکړې چی د ایران مشرانو دا ومنله چی د اټومی انرژی نړیواله اداره دې د اکتوبر په۲۵ نیټه د یورانیمو د غنی کولو له هغو تاسیساتو څخه لیدنه وکړي چې ایران په دې ورستیو کې پرده ترې پورته کړه.
البرادعی وویل، نن ډيره حساسه موقعه ده چی ایران له لویدیځ سره د مخالفت پرځای د همکاری لاره غوره کړې، خو نوموړي وویل په دې برخه کې چې په راتلونکي کې له اټومي پروګرامه دایران نیت څه دی، اندیښنی تراوسه په خپل ځای پاتی دی.