د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۴

ایران د قم د پټو تاسیساتوله تفتیش سره موافقه وکړه


د ایران د اتومي پروګرام مرکچي سید جلیلي
د ایران د اتومي پروګرام مرکچي سید جلیلي
په جینیوا کې تیره ورځ د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشوې .

ایران په دغو خبرو کې موافقه وکړه چې نړ یوالو څارونکوته به اجازه ورکړي چې قم ښار ته نژدې له پټو اټومي تاسیساتو څخه چې په دې وروستیو کې څرګند شوي کتنه وکړي.

د اروپاي ټولنې د بهرني سیاست مسئول خاویر سولانا په جینیوا کې له ایراني چارواکي سره د نړ ی د ۶ قوتونو د استازو له غونډې وروسته وویل:

(ایران مونږ ته ویل پلان لري چې د نړ یوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره به قم ښار ته نزدې د خپلو اټومي تاسیساتو په اړه پوره او فوري همکاري وکړي. ایران به پدې لړ کې ډیر ژر نړی وال څارونکي دعوت وکړي چې له دغو تاسیساتو کتنه وکړي .مونږ تمه لرو چې تهرران به په څو ونیو کې دا ژمنه عملي کړي.)

سولانا دغه راز وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه به د روانې میاشتې له ختمیدو څخه مخکې د خبرو اترو بله مرحله هم ترسره شي.

د جینیوا د غونډې تر څنګ د متحده ایالاتو د لوړ رتبه دیپلوماټ ولیم برنز او د ایران د استازي سعید جلیلي تر منځ جلا دوه اړخیزه کتنه هم وشوه .

یوه امریکايي مقام چې پدغه غونډه کې برخه درلوده وویل : دا کتنه خورا مهمه وه.

دا کتنه د امریکا او ایران تر منځ شاوخوا درې لسیزې مخکې د دیپلوماتیکو روابطو له قطع کییدو راهیسي ددواړو هیوادونو د لوړ رتبه استازو تر منځ لومړنۍ غونډه وه.

د امریکا جمهور ریس له ایران سره ددغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه د جینیوا خبرې ګټورې وبللې خو ټنیګار يې وکړ چې تهران باید خپلې ژمنې عملي کړي.

اوباما وویل (ایران باید خپلې دغه ژمنې په شفافیت سره عملي کړي.د روانې میاشت په سر کې مونږ واضحه ثبوت وړاندې کړ چې تهران قم ښار سره نزدې پټ اټومي تاسیسات لري.اوس چې ایران ژمنه کړې چې ددغو تاسیساتو په اړه به له نړی والې اټومي ادارې سره سمدستي او پوره همکاري کوي نو باید چې په دو ونیو کې دننه بې قیده او شرطه نړ یوالو څارونکو ته د پلټونو اجازه ورکړي.)


د امریکا ولسمشر وویل هیواد به يې له ایران سره په راتلونکو خبرو کې هم ګډون وکړي خو وویل چې پر تهران به د فشار د زیاتولو لپآره هم خپلو هڅو دوام ورکړي.

د نړی ۶ قوتونو ویلي ایران ته د سوداګریزو او نورو اقتصادي امتیازاتو د ورکولو پر پیشنهاد ژمن پاتي خو پدې شرط چې ایران د یورانیمو غني کول بند کړي،او د اټومي انرژۍ له نړ یوالې ادارې سره خپله همکاري ثابته کړي.

د ایران استازي سعید جلیلي ارنا خبري اژانس ته ویلي تهران به د خپلو ملي حقوقو څخه اخوا موضوعاتو په اړه خبرې ونکړي .

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د کانګریس له دو غړو سره په کتنه کې هم ورته څرګندونې کړي دي.

په جینیوا کې د ایران او د نړی د ۶ قوتونو تر منځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه دا خبرې په داسې حال کې شوي چې دغه هیواد پدې وروستیو کې قم ښار سره نزدې خپل پټ اټومي تاسیسات تائید کړه.
XS
SM
MD
LG