د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

عبدالله : انتخابات دې بیا ترسره شي


عبدالله وايي نه غواړم څو تنه د افغانانو پر برخلیک لوبې وکړي.
عبدالله وايي نه غواړم څو تنه د افغانانو پر برخلیک لوبې وکړي.

عبدالله وویل ،د انتخاباتو له بيا ترسره كېدو سره موافق دى خو ټينګار يې درلود چې د يوه سالم حكومت د جوړېدو او د خلكو د حقوقو د دفاع لپاره به كرار نه کیني.

عبدالله عبدالله چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې د حامد كرزي يو عمده سيال ګڼل كېده ،په كابل كې يې د خپلو لسګونو پلويانو يوې غونډې ته وويل دوى هغه كسان چې د اوسني حكومت په سر كې دي نه پرېږدي د افغانانو پر برخليك لوبې وكړي:

”ما وغوښتل تاسو ټولو ته ډاډ دركړم، چې ستاسو او د افغانانو د حقوقو د دفاع لپاره به درېږو، د افغانانو د حقوقو دفاع به كوو، نه پرېږدو د ملت برخلیک دا داسې يوې ډلې په لاس كې شي، چې افغانستان ته يې خدمت نه دى كړى وروستى كار يې تقلب و، متاسفانه افغانستان یې بدنام کړ، نه غواړم چې دا ډله د افغانستان پر برخلیک لوبې وکړي“

د ډاكټر عبدالله د دغو څرګندونو په عكس العمل كې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دارالانشاء رييس ډاكټر داوود علي نجفي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل دا يوازې د افغانانو حق دى چې د خپل برخلیک په اړه پرېكړه وكړي او خپله لاره په خپله وټاكي:

”زه فكر كوم هېڅ يو كانديد هم نه شي كولاى په دې برخه كې نظر وركړي چې موږ اجازه وركوو كه يه، اجازه د افغانانو په لاس كې ده، هغه كانديد چې دا خبره كړې ده، كه چېرې دى ټاكل كېږي يا بل څوك، دا د افغانانو صلاحيت دى، دوى رايې وركړي، د دې لپاره چې د انتخاباتو له لارې خپل برخليك وټاكي، د خلكو رايو ته دې درناوى وشي، چې دوى څوك ټاكي او هغه څوك چې وټاكل شو، هغه به مشر وي“

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه راز وايي چې لا وختي دى او قضاوت نه شي كولاى چې انتخابات به د دويم ځل لپاره كېږي او كه نه.

ډاكټر عبدالله په دې غونډه كې دغه راز وويل دا چې د ځينو مشكوكو رايو له سره شمېرل بيا پيل شوي دوى يې ملاتړ كوي.

د اسد د نهه وېشتمې د انتخاباتو په اړه جنجال او ناندرې هغه وخت پورته شوې چې د انتخاباتو ځينو څارونكو ډلو او یو شمیر کاندیدانو، په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې راپورته کړې .

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون تر اوسه د پراخو درغليو راپورونه رد كړي او ويلي يې دي څومره چې د پراخو درغليو او سرغړونو ادعا شوې، په هغه كچه درغلۍ نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG