د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۰

د ایران د اتومي پروګرام په اړه نړېوالې اندېښنې په زیاتېدو دي

ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد وایي دویم هستوي مرکز یې د ملګرو ملتونو د محدویتونو او مقرراتو په اساس جوړ شوی.
ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد وایي دویم هستوي مرکز یې د ملګرو ملتونو د محدویتونو او مقرراتو په اساس جوړ شوی.
وروسته له هغې چې په ایران کې د دويم اټومي مرکز مسله افشا شوه د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د نړۍ د یو شمېر مشرانو په حضور کې د جمعي په ورځ له ایران څخه وغوښتل چې د خپل هستوي پروګرام په اړه دي ټول حقایق په ډاګه کړي او کنه نو له سختو بندیزونو سره به مخامخ شي.

جمهور رییس اوباما چې د امریکا په پیټسبرګ ښار کې د شلو سترو صنعتي هیوادونو د غونډې په پای کې یې خبرې کولې، د ایران په وړاندې له پوځي قوي څخه کار اخیستل یې رد کړل او په دې اړه یې په ډپلوماتیک حل ټینګار وکړ:

((ایران د سوله ایزو مقصدونو او د خپلو خلکو د اړتیاو پوره کولو په مقصد د هستوي انرژۍ حق لري خو ددې دستګاه اندازې او ظرفیت ته چې سړی ګوري داسې نه بریښې چې د سوله اېزو مقصدونو لپاره دې وي. ایران هغه قوانین ماتوي چې نور هیوادونه یې باید ومني. ایران د هستوي وسلو د نه پراختیا تړون له خطر سره مخامخ کړی ، د سېمې او نړۍ ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.))

د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد وایي دا هستوي مرکز یې د ملګرو ملتونو د محدویتونو او مقرراتو په اساس جوړ شوی او د بهرنیو پلټونکو په مخ خلاص دی.

د امریکا جمهور رییس بارک اوبا دا هم وویل که په راتلونکې اوونۍ کې د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ خبرې نتیجه ورنه کړي نو دا ځل به په دي هیواد باندي بندیزونه ډېر سخت او ژوبلونکي وي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG