د اګست د شلمې نیتټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ابتدایي قسمي نتیجو ښکاري چې حامد کرزي څلورپنځوس اعشاریه شپږ فیصده رایي ګټلې دي نو له قانون سره سم چې کله د یوه کاندید رایي تر پنځوس فیصده زیاتې وي دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نه پیدا کیږي خو تور پوري شوی دی چې په دې انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.
د درغلیو له سپیندو سره دا امکانات هم شته چې دوهم ځلي انتخاباتو ته زمینه مساعده شي. د اسوشیتد پریس اژانس په وینا که داسې وشول نو بیا به په ژمي کې د قدرت خلا وي. دا خلا به په داسې وخت کې رامنځته شي چې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او د افغانستان له جګړې سره هم د اداري فساد له امله د بهرنیو پر مرستو منفي اغیز شیندل شوی.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارالانشاء مشر داوود علي نجفي وویل، یوازې د اکتوبر په دوو لومړیو اونیو کې د اړتیا په وخت د دوهم ځلي انتخاباتو امکانات شته بیا هوا سړیږي.
اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې د احتمالي بیا انتخاباتو لپاره د راییو پاڼو او نورو ضرروي موادو د تیاریدو امر شوی دی چې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون په وینا د اکتوبر تر دریمې اونۍ به دا مواد تیار وي.
خو ښاغلی نجفي وایي هغه وخت به ګرانه وي چې بیا انتخابات ترسره شي، ځکه چې د لریو سیمو لارې به تړلې وي او که خبره نومبر ته پاتې شوه بیا به نو ډیرې لارې تړلې وي. د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارالانشاء مشر بیا مثال ورکړ چې په تیرو انتخاباتو کې چې په اکتوبر کې وشول ډیر لرې نه په پنجشیر کې واورې اووریدې چې نژدې و د راییو یو شمیر صندقونه ضایع شي.