کله چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پینځه دایمي غړي له جرمني سره د ایران د اټومي پروګرام په اړ په ترکیې کې خبرو ته کیني نو هغه سختې خبرې او د بیانیو غږونه به یې په غوږونو کې انګازې کوي چې په دې وروستیو کې په تهران کې شوي دي .
تیره جمعه په سل ګونو زره ایرانیانو ته دا موقع په لاس ورغلې وه چې په پایتخت تهران کې سره راټول شي ، د فلسطین د خلکو په پلوی شعارونه ورکړي او د جون د میاشتي د انتخاباتو سره هم خپل اختلاف څرګند کړي.
د ایران جمهور ریس محمود احمدي نژاد د جمعې د ورځې په وینا کې پر اسراییل سخت انتقادونه وکړل او یو ځل بیا یې د اور لمبې بلې کړي :
((هم د صهیونیستی رژیم جوړول یو دروغ او یو فساد دی ، یو دورغ چې په غیرقانوني ادعا ولاړ دی . دا یوه افسانوي ادعا ده ... د فلسطینی سیمو اشغال د هولوکاسټ له پیښې سره هیڅ کومه اړیکه نلري .))
احمدي نژاد دا خبرې د ترکيې له غونډې فقط څو ورځې مخکي وکړې چې یقینا د اندیښنو د زیاتیدو سبب کیږي .
تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پینځه دایمي غړي روسیه ، فرانسه ، بریتانیا ، چین او متحد ایالات له جرمني سره د اکتوبر په لومړۍ نیټه چې څه کم دوه اونۍ ورته پاتې دي خبرو ته کیني .
خو د متحد ایالاتو د استازو حضور د پخواني جمهور ریس جورج ډبلیو بوش له بهرنیو پالیسو سره بلکل فرق لري .
پخواني جمهور ریس جورج بوش ویلي وو تر هغه مهاله چې ایران د یورانیمو له غني کولو لاس وانخلي نو هيڅ ډول خبرې به ورسره ممکنې نه وي .
د امریکا په ګډون ډیر لویدیځ هیوادونه اندیښمن دي چې ایران د اتمي وسلود جوړولو تابیا کوي خو ایران ویلي ددې هیواد اتومې پروګرامونه سوله ایز دي .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و هغه له ایران سره بې له کوم قیدوشرطه د خبرو اجازه ورکوي .
د هغه په وینا خبرې کول احتمالا له دې څخه ډیرې مثبتې نتیجې لري چې څوک څنډې ته شي او خبرې ونه کړي .
یو شمیر خلک استدلال کوي چې ایا دا ډول پالیسي خو د بارک اوباما د ادارې خامي او ساده ګي نه ده ؟
دیوید البریټ چې په نولس سوه نویمې لسیزې کې په عراق کې کارکاوه او د ملګرو ملتونو د اتومي وسلو څارونکی و، اوس د نړیوال امنیت او علومو د موسسې مشر دی . هغه وایې دا د سادګۍ او خامۍ نښه نه ده .
البرایت ازادۍ راډیو ته وویل له ایران سره خبرې یو مناسب اقدام دی . که چرته ایران دا خبرې جدي وګڼي ټول به ګټونکي وي :
((زه داسې فکر نه کوم چې اوباما دې خام سړی وي او زه ډیر هغه خلک چې د ایران په اړه پر پالیسو کار کوي هم پیژنم ګمان مې نه شي چې هغوي دې هم خام خلک وي . هغوي د اوضاع پر سختۍ پوهیږي ، هغوي په دې پوهیږي چې دا ډیره مهمه ده څو د ایران د اتومي وسلو د لرلو مخنیوی وشي . دلته باید یوه پالیسي موجوده وي چې هغه وازمایل شي او ولیدل شي . زه فکر کوم دا شیان د هغوي د تصمیم نیولو سبب شوي او زه له هغوي سره موافق یم .))
البرایټ وايي زه هیله من یم چې دا خبرې اترې جاري وي څو د غونډې ګډون کونکو ته دا امکان پیدا شي چې د ایران د اتمي پروګرام ماهییت او پراختیا باندي پوه شي .
خو جیمز فلیپ د هیریټیچ فاونډیشن له تحقیقاتي مرکز څخه وايي دا خبرې اترې بې نتیجې دي ، د ایران استازې به هڅه وکړي چې دا خبرې اترې سختې او له ستونزو ډکې کړي څو د غونډې ګډون کونکي خالي لاسونه بیرته ستانه شي .