د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې نن اعلانیږي


نجفي وايي نن د کندهار په شمول په ځینو ولایتونو کې د درغلیو په اړه هم راپور وړاندې کړي.
نجفي وايي نن د کندهار په شمول په ځینو ولایتونو کې د درغلیو په اړه هم راپور وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون چارواکي نن د افغانستان د انتخاباتو ابتدایي قسمي نتیجې بشپړې اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارالانشاء مشر داوود علي نجفي ازادۍ راډیو ته وویل چې هڅه کوو چې ابتدایي قسمي نتیجې نن بشپړې اعلان کړو:
((نن هڅې کوو چې قسمي نتیجې بشپړې اعلان کړو، خو موږ درې ورځې رخصت وو نو کیدای شي چې و نه توانیږو او دا نتایج تر سبا وځنډیږي))

د د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي قسمي بشپړو نتیجو د اعلان ژمنه په داسې وخت کې شوې ده چې د درغلیو د سلګونو لګیدلو تورونو له امله دا هم ویل کیږي چې ښایي نتیجې ځنډنۍ شي.

د تورونو په اړه داوود علي نجفي وویل چې په مختلفو سیمو کې شوې دي:
(( لکه څرنګه چې ویل شوي دي چې په کندهار، پکتیکا او غزنی کې درغلۍ شوې دي، خبره داسې نه ده په مختلفو سیمو کې موږ د درغلیو خبرونه ترلاسه کړې دي.))
د افغانستان د انتخاباتي کمیسون کارکونکي د رایو په شمېرلو او د نتایجو پر جوړولو کارکوي .


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارالانشاء مشر بیا ازادۍ راډيو ته هغه ولایتونه په نښه کړل چې نن پکې د درغلیو په اړه رپوټ ورکوي:
(( ډیرې درغلۍ به نن په کندهار او پکتیکا کې په نښه شي))

د انتخاباتو خپلواک کمسیون د پنجشنبې په ورځ د درې اتیا رایي ورکولو د مرکزونو رایي باطلې اعلان کړې دا رایي ټولې په هغو سیمو کې وې چې د ولسمشر حامد کرزي ډیر ملاتړ پکې کیږي.

د حامد کرزي رایي تر اوسه د ابتدایي قسمي نتیجو له مخې تر پنځوس فیصده زیاتې دي خو که چیرته د انتخاباتو خپلواک کمسیون نورې رایي هم باطلې اعلان کړي بیا به دغه فیصدي تر پنځوسو راښکته شي او له قانون سره سم به د دوو هغو کاندیدانو تر منځ بیا انتخابات وشي چې ډیرې رایي یې ګټلې دي.

په ولسمشر کرزي پسې تر بل هر کاندید تر اوسه د ګڼل شویو راییو له مخې د ډاکټر عبداله عبداله رایي زیاتې دي او ډاکټر عبداله او ملاتړیو یې بیا بیا تور پورې کړی دی چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.
XS
SM
MD
LG