د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

بشردوست: که چېرې عطا د خپلو تورونو لپاره دلیل ونه لري له کاره دې لرې شي


د ولسې جرګې غړی او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید رمضان بشردوست.
د ولسې جرګې غړی او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید رمضان بشردوست.

د بلخ والي عطاء محمد نور د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر تورن کړ چې د چهاربولک، چمتال او بلخ په ولسوالیو کې، همداراز د کندز په ایرګنک سیمه کې یې خپل سرو وسله والو ته وسلې ورکړې دي.

ښاغلي نور خبرداری ورکړ چې په انتخاباتو کې درغلۍ اودا ډول کارونه په افغانستان کې ګډوډیو ته لمن وهي.

عطاء محمد نور د افغانستان په شمال کې له مقتدرو جهادي قوماندانانو شمیرل کیده او پیاوړی قوماندان ګڼل کیږي، ایا د کورنیو چارو پر وزارت دده انتقاد به په شمال کې بې امنیو ته پراخه زمینه مساعده کړي؟

د ولسشمرۍ کاندید رمضان بشر دوست وایي چې د افغانستان وضعیت حساس دی باید داسې خبرې ونه شي خو که چیرته داسې څه وي چې د کورنیو چارو وزیر بې امنیو ته لمن وهلې وي او پر خپل سرو یې وسلې ویشلې وي نو له کاره دې لرې شي او محکمې ته دې د سپیناوي لپاره حاضر شي. د ښاغلي بشر دوست په وینا که چیرته عطاء محمد نور بې دلیله د کورنیو چارو پر وزیر تور پورې کړی وي بیا دې دی دستي له کاره لرې شي اومحکمې ته راکاږل شي. د ښاغلي بشردوست بشپړې څرګندونې له احمد شیبر سره په مرکه کې:
XS
SM
MD
LG