د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

ایران کې د اپوزیسون د مشرانو نېول پیل شول


َعلي رضا بهشتي د میرحسین موسوي له نېږدي همکارانو څخه وو چې ایراني چارواکو ونېوه.
َعلي رضا بهشتي د میرحسین موسوي له نېږدي همکارانو څخه وو چې ایراني چارواکو ونېوه.

د ایران د اپوزیسیون د مشر میرحسین موسوي او د اصلاح غوښتونکي روحاني مشر مهدي کروبي دوه نژدي همکاران په تهران کې نیول شوې دي.

دا په داسی حال کی ده چې دایراني چارواکو له خوا دهغو کسانو په وړاندې ځپونکي عملیات دوام لري چې د جمهورري ریاست په لانجمنوانتخاباتوکې یې د جمهورریس محمود احمدي نژاد له بیا ټاکل کیدو سره مخالفت څرګند کړی دی.


ایراني چارواکو د اپوزیسیون د غورځنګ پر مشرانو د فشارونو د زیاتیدو په ترڅ کې د مخالف مشر میر حسین موسوي یو لوړ رتبه همکارعلي رضا بهشتي اود پارلمان د پخواني مشراصلاح غوښتونکي مهدی کروبی همکار مرتضا الویري نیولی دی.

بهشتي او الویرې د سې شنبه په ورځ نیول شوی دی. دوی د هغې ډلې غړی دی چی داپوزیسیون له خوا ګمارل شوی او له انتخاباتو وروسته د تاوتریخوالي په ترڅ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه څیړنه کوي. چارواکو دا دفتر هم تړلی دی.

چارواکو د سې شنبه په ورځ ناوخته د کروبي او د هغه د اعتمادی ملي د ګوند دفترونه تالاشي کړل او داسنادو او کمپیوټرونو د ظبطولو ترڅنګ یې د کروبي د ویب پاڼې مسول مدیر هم ونیوه.

له سیاسي زندانیانوڅخه د دفاع د ټولنې دفتر چې اساس یې دایران د بشري حقونو مخکښې فعالي او د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی شیرین عبادي ایښی دی، هم تالاشي شوی اوله هغې وروسته تړل شوی دی.

داسې اندیښنې راپورته شوې دي چې دغه نیونې او پر دفترونو عملیات ښيي د اپوزیسیون ددغو مشرانو د نیولو لپاره یوه مقدمه وي.

دواړو مشرانو د ولسمشر په توګه د محمود احمدي نژاد بیاټاکنه په انتخاباتو کې د درغلۍ نتیجه بللی ده .

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، دا وروستۍ نیونې ممکن د چارواکو له خوا د موسوي او دکروبي پرپلویانو د فشارراوستلو او د هغوی د ویرولو لپار یوه هڅه وي څو دوی ونه شی کړای چی راتلونکې اونۍ د قدس د ورځی په لمانځلو کې مظاهرې وکړي.

کروبي له خپلو ملاتړو او ددولت له نورو مخالفینو غوښتي دي چې د قدس په ورځ دې مظاهرې وکړي. په دې ورځ د دولت له خوا د اسرایل ضد مظاهری پلان شوې دي.

موسوي هم د سپټمبر په پنځمه نیټه دیوه بیان په خپرولو سره د نورومضاهرو غوښتنه کړې ده.

د مهدي کروبی زوی حسین کروبي دازادۍ راډیو دایران د فردا څانګی ته وویل چی دایراني چارواکو له خوا دغه نوې ځپونکي عملیات ددی لپاره شوی چې زما پلار چې د چارواکو داعمالو پرضد یې اواز اوچت کړی او په زندانو کی یی پر بندیانو د جنسی تیریو رسوایي مطبوعاتو ته رابرسیره کړیده، وویروي.
هغه زیاته کړه چې کروبي کلک هوډ کړی چې فشارونو ته به غاړه کښینږدي.
حسین کروبی وویل:

(( هر څه امکان لري چې پیښ شي، خو یو شی روښانه دی. کروبي په خپل دریځ ټینګ ولاړ دی او هغه په خپل کار کې جدي دی. دا دهغه لپاره هیڅ مهمه نه ده چې څه به ورته پیښیږي.))

دایراني چارواکو له خوا د مخالفینو په وړاندې دغه ځپونکی اقدامات په داسې حال کې تیز شوی دي چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد په ګډون چارواکو د هغو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده چی دوی یې د وروستیو قهر جنو مظاهرو مشران بولي.

XS
SM
MD
LG