د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له څه باندې نوي فیصده یوې برخې نتیجو وورسته د ولسمشر کرزي رایي تر څلورپنځوس فیصدو واوښتې خو ددې پرځای چې خلک دا ومني چې ښه شو دوهم ځل به انتخابات نه ترسره کیږي، په کورنۍ او نړیواله سطحه خواښینۍ ورسره زیاتې شوې.
ملګرو ملتو وویل، د افغانستان په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي او د راییو په یو شمیر صندوقونو کې تر ثبت شویو راییو ډیرې رایي اچول شوې دي
دیپلوماتان او څارونکي څرګندوي چې درغلۍ په هغو سیمو کې زیاتې شوې دي چې د حامد کرزي ملاتړي هلته ډير دي لکه، په غزني، پکتیکا، هلمند او کندهار کې.
د دغو لګیدلیو تورونو لپاره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون هم په سلګونو حوزو کې د راییو شمیرل بیا له سره پیل کړې دي. خو په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي نژدې سیال ډاکټر عبداله عبداله او یو شمیر نورو کاندیدانو د انتخاباتو پر خپلواک کمسیون تور پوري کړی دی چې د حامد کرزي ملاتړ کوي.
ډاکټر عبداله وایي، د نویو نتیجو اعلان چې له مخې یې حامد کرزی ډیر وړاندې دی، دی د انتخاباتو کمسیون ته په فکر شوی دی:
زه حیرانه نه شوم ځکه چې په دې برخه کې مې وارله مخه معلومات لرل. پوهیدم چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د جمهوري ریاست تر فشار لاندې کار کوي. ددې کمسیون مشر ښاغلی لودین او یا څو تنه نور په دې کمسیون کې د ښاغلي کرزي لپاره کار کوي. ددې لپاره د نویو نتیجو اعلان ماته حیرانونکی نه دی خو دا کار د افغانستان د خلکو لپاره د خواشینۍ دی او تر ډیره یوې غمجنې کیسې ته ورته دی))
ډاکټر عبداله زیاته کړه چې په دې برخه کې د خپله ولسمشر چلند هم مسوولانه نه و.
د انتخاباتو خپلواک کمسیون چې په خپله په انتخاباتو کې درغلۍ مني، وایي، کله چې ټولې رایي وګڼل شي نو د شویو شکایتونو څیړنه به هم وشي.
د امریکا متحد ایالاتو او نړیوالې ټولنې د درغلیو د لګیدلیو تورونو د څیړنې جدي غوښتنه کړې ده خو له افغانانو یې غوښتې دي چې ترڅو دا تحقیقات بشپړیږي، له زغمه دې کار واخلي. په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایان کیلي په واشنګتن کې د سه شنبې په ورځ وویل:
د دې انتخاباتو نتیجې باید د اعتبار وړ وي او د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي. له دې امله موږ په انتخاباتو کې له درغلیو د ټولو شویو شکایتونو او تورونو د جدي څیړنې غوښتنه کوو، ځکه چې د قانوني انتخاباتو بهیر موږ ته اهمیت لري او هر ډول مشارکت چې د افغانستان له حکومت سره لرو شفاف انتخابات هغه ته هم مهم دي))
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا وویل چې موږ له ټولو کاندیدانو او نورو ټولو افغانانو هیله کوو چې له زغمه کار واخلي او تر هغو چې د انتخاباتو بهیر سره ته ونه رسیږي امریکا به خپل دریځ په دې برخه کې روښانه نه کړي.
په افغانستان کې دامریکا پخواني سفیر رانلد نیومن وایي، د افغانستان په انتخاباتو کې درغلۍ، له دغه هیواد سره د بهرنیو پر مرستو منفي اغیز کوي. اسوشیتد پریس اژانس په همدې اړه لیکي، په درغلیو د یوه بریالي شوي ولسمشر څیره دا ګواښ زیاتوي چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې پوځي او ملکي ماموریت یو ډول بې اعتباره کړي.